تازه خبرونه

سویډن د افغان میندو او ماشومانو د تغذیې لپاره ۲.۲ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

د خوړو نړیوال پروګرام په ایکس پاڼه کې اعلان کړی، چې دا مالي مرسته به د درې میاشتو لپاره ۱۲۵ زره افغان میندو او ماشومانو ته د مغذي خوړو د چمتو کولو لپاره وکارول شي.

Published

on

په افغانستان کې د بشري ناورین د کمولو لپاره د نړیوالو هڅو په لړ کې د سویډن نړیوالې پراختیایي همکارۍ ادارې (SIDA) د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ته د ۲.۲ میلیون ډالرو له ورکولو سره د افغان میندو او ماشومانو د تغذیې لپاره خپل ملاتړ اعلان کړ.

د خوړو نړیوال پروګرام په ایکس پاڼه کې اعلان کړی، چې دا مالي مرسته به د درې میاشتو لپاره ۱۲۵ زره افغان میندو او ماشومانو ته د مغذي خوړو د چمتو کولو لپاره وکارول شي.

د دې پروګرام موخه د ټولنې د تر ټولو زیان منونکو خلکو د خوارځواکۍ مخنیوی دی.

دا مرسته په داسې وخت کې اعلانیږي، چې د خوړو نړیوال پروګرام له دې مخکې په افغانستان کې د ملاتړ پروګرامونو د پلي کولو لپاره د بودجې له سخت کمښت خبرداری ورکړی و.

د دې پروګرام د راپورونو له مخې؛ د کافي مرستو په نشتوالي کې په میلیونونو ماشومان او میندې د خوارځواکۍ او اړوند ناروغیو له خطر سره مخ دي.

په وروستیو کلونو کې د اقتصادي جوړښتونو د سقوط او په هېواد کې د بې‌وزلۍ له زیاتېدا سره د کورنیو لپاره په ځانګړي توګه په کلیوالي سیمو کې صحي خوړو ته لاسرسی مخ پر کمېدو شو.

نړیوالې احصائې ښیي، چې د هیواد له نیمایي څخه ډېر نفوس بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.

لکه څنګه، چې د نړیوالو مرستندویانو مرستې کمې شوې دي؛ د خوړو نړیوال پروګرام د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې خبرداری ورکړ، چې که دا حالت روان وي د اړتیاوو له مخې به خپلې خوراکي مرستې د پام وړ کمې کړي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې له ۲۵ میلیون څخه ډېر خلک دا مهال بشري مرستو ته اړتیا لري. د خوړو نړیوال پروګرام اړ شو، چې په ۲۰۲۳ کال کې د بودجې د کمښت له کبله خپلې مرستې له ۱۵ میلیون خلکو څخه ۵ میلیون کمو خلکو ته راټیټې کړي.

Trending

Exit mobile version