سوداگري

سویډن له افغانستان سره خپلې بشري مرستې زیاتوي

Published

on

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن (چهارشنبه، د وري ۲۴) په ډاګه کړې، چې سویډن به له افغانستان سره خپلې بشري مرستې ډېرې کړي.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې سویډن به خپلې مرستې ۷۰ میلیون کرون ته، چې ۷ اعشاریه دوه ميلیون ډالر کیږي زیاتې کړي.

دوی زیاته کړې، چې د بشري مرستو دوام د افغانستان لپاره حیاتي دی.

د یادونې ده، چې سویډن له ۲۰۱۴ کال راپدیخوا له افغانستان سره دوه اتیا اعشاریه دوه میلیون ډالر مرسته کړې ده.

Trending

Exit mobile version