تازه خبرونه
سياسي شنونکي له ولسمشر د ده د خبرو عمل غواړي
سياسي شنونکي او کابل ښاریان وايي چې وسله والو طالبانو ته د ولسمشر گوت څنډنه یا اخطار ویروونکی نه و، خو بیا هم باید ولسمشر دغو اخطارونه عملي کړي.
یو شمېر سیاسي شنونکيبیا وايي چې ولسمشر باید د ترهګرۍ او د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په خلاف جدي دریځ خپل کړی وای.
ځینې افغانان په دې باور دي چې د سولې مړاوې هیلې نورې بشپړې مړې شوي دي.کارپوهان وايي چې افغان ولسمشر له یوې خوا هغو کسانو ته لاره پرانیستې وساتله چې غواړي د سولې له بهیر سره یو ځای شي او په همدې وخت کې وسله والو مخالفینو ته د جګړې خبرداری ورکوي. ځینې بیا د ولسمشر د دغو اخطارونو د عملي کېدو تمه لري.
سناتور محمد اصف صدیقی وايي: “ولسمشر بايد ښاريانو ته وعده ورکړې وای، هيله کېده چې له طالبانو سره يې دښمني څرګنده کړې وای، خو داسې يې ونه کړل نو اوس بايد د دښمنانو په وړاندې کړي ګواښونه عملي کړي.”
پوځي شنونکي بیا وايي چې له یوې خوا افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې له کړاوونو سره مخامخ دي او له بلې خوا کمزوري پوځي مدیریت ولسمشر سربداله کړی دی.
پوځي کارپوه جاوید کوهستانی وايي: “امنيتي ارګانونو چې دښمن ته په ارامۍ سره ځواب ورکوي او د هغوی په وړاندې نه تسليم کېږي او له ولسمشر چې څه ډول هيله کېده هسې يې موقف څرګند نه شو. “
له بلې خوا کابل ښاریان هم د ولسمشر وروستيدریځ ته په بېل نظر ګوري.
د شنونکو په وینا له ولسمشر څخه تمه کېده چې د ملي شورا له ادرسه يې وسله والو طالبانو ته خپل غوڅ او پرېکنده دریځ روښانه کړی وای.