سیمه ییز خبرونه
سپينې ماڼۍ د مشورتې لويې جرګې پرېكړه وستايله
امريكا په كابل كې د مشورتي لويې جرګې له پرېكړې هركلى كړى. د امريكا د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې مشورتي جرګې د كابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي تړون كلك ملاتړ كړى دى او په بېړه د تړون د لاسليك په اړوند د جرګې د غړو دريځ يي ستايلى دى.
سپينې ماڼۍ تر ټولو د مخه په كابل كې د مشورتې لويې جرګې پرېكړه ستايلي او هر كلى يې كړى دى.
د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كېري په يوه اعلاميه كې ويلي، چې دى د تړون د لاسليك لپاره د مشورتې لويې جرګې د غړو بېړه او اصرار ستايي.
نوموړي زیاته کړه، مونږ له دې ور هخوا بله داسې نښه نه وينو، چې افغانان يې له امريكا او نړيوالو سره د همكارۍ لپاره ښكاره كړي.
ده ويلي، بل مهم ګام دا دى، چې دا تړون په بېړه لاسليك شي.
هغه همدارنګه ووېل، افغانانو په ډېره ښه توګه د سولې او امنيت مسئوليت په غاړه واخيست. مونږ يې ملاتړي يو، مونږ هيله لرو، چې تړون لاسليك شي، تر څو ملاتړ ته دوام وركړو.
له بلې خوا د ولسي جرګې غړیو كمال ناصر اصولي او شېر ولي وردګ د مشورتي لويې جرګې د پرېكړې په باب ويلي، چې افغان ولسمشر بايد د تړون د لاسليك لپاره وروستى ګام پورته كړي.
خو د كابل پوهنتون استاد سيد مسعود په دې باور دي، چې افغان ولسمشر له مشورتي لويې جرګې هغه څه تر لاسه نكړل، چې ده يې تمه درلوده.
دا په داسې حال كې ده، چې كابل د مشورتي لويې جرګې شاهد وو، چې افغان ولسمشر حامد كرزي له امريكا سره د امنيتي تړون په باب د مشورې لپاره را بللې وه.
