International Sports
سپینه ماڼۍ به د راتلونکو یوافسي سیالیو کوربه وي
ټرمپ په نورفولک سمندري هوايي اډه کې د خبرو پرمهال د امریکا سمندري ځواکونو د دوهسوهپنځوسمې کلیزې له نمانځلو خبر ورکړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې راروانې یوافسي رزمي سیالۍ به د ۲۰۲۶ کال د جون پر ۱۴ چې د هغه د زوکړې له اتیایمې کلیزې سره برابره ده؛ په سپینه ماڼۍ کې تر سره شي.
ټرمپ په نورفولک سمندري هوايي اډه کې د خبرو پرمهال د امریکا سمندري ځواکونو د دوهسوهپنځوسمې کلیزې له نمانځلو خبر ورکړ.
د رزمي یوافسي رییس ډانا وایټ د ټرمپ نږدې ملګری دی او ټرمپ د دې سپورټ مینوال هم د خپلې سیاسي اډې برخه ګڼي. ویل کیږي، چې یوافسي به د سپینېماڼۍ د جنوبي چمن د بدلولو لپاره شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر ولګوي.
ټرمپ له ولسمشر کېدو راپدېخوا ډېر ځلې د یوافسي په غونډو کې برخه اخیستې او د دې سپورټ پخوانی لېوال دی.
