Connect with us

تازه خبرونه

سپینه ماڼۍ دې د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي روښانه کړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا مشرانو جرګې پر سپینه ماڼۍ غږ کړی، چې د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي روښانه کړي.

د افغانستان په اړه د امریکا ناروښانه دریځ د دغه هېواد د مشرانو جرګې د پوځي جرګه ګۍ د ريیس د صبر کاسه ډکه کړې ده.

جان مک کین یو ځل بیا پر سپنه ماڼۍ غږ کړی، چې د افغانستان لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړي.

د مشرانو جرګې د دفاعي جرګه ګۍ ريیس جان مک کین وايي، چې د افغانستان په ستراتیژۍ کې باید د پنتاګون تګلارې ته پام وشي.

د مک کین په وینا؛ که سپینه ماڼۍ خپله ستراتیژي مشرانو جرګې ته ونه سپاري، دوی به ستراتیژي ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده هدر ناوئرت ویلي، د افغانستان په اړه زمونږ څېړنې روانې دي. مونږ د ټولو هغو کسانو سره سلا مشورې کوو، چې په دې ستراتیژۍ کې یې نظرونه مهم دي. ستراتیژي به له بهرنیو چارو وزارت څخه دفاع وزارت ته ځي او بیا به د ملي امنیت سلاکار او د هغې ډلې ته سپارل کیږي.

په دې وروستیو کې داسې رپوټونه خپاره شول، چې د ترمپ د ملي امنیت سلاکار په افغانستان کې د سرتېرو د زیاتولو لپاره له دوه امریکايي پوځي شرکتونو سره سلا شوی؛ خو سپینه ماڼۍ وايي، چې تر اوسه په دې اړه معلومات نلري.

ویل کیږي د ملي امنیت سلاکار سپارښتنه کړې، چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر باید له ۳۹۰۰ سرتېرو څخه لوړ نه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې مرستیاله سارا سندرز په ډاګه کړې؛ مونږ پوهیږو، چې په دې برخه کې ټولو نظریاتو ته پام وشي. مونږ په شپاړس کلونو کې له پوځي قراردادي شرکتونو څخه ډېره استفاده کړې. همدا اوس لسګونه زره قراردادیان له امریکايي سرتېرو سره خوا په خوا دنده پر مخ بیايي. مونږ د افغانستان حالات ارزوو او هلته به له رهبرانو سره سلا مشورې وشي.

د امریکایي اړوند چارواکو د وینا له مخې؛ د افغانستان لپاره په پراخه ستراتیژۍ کار کیږي، چې د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان، هند او ایران هم را نغاړي.

خبریال : فهیم نوري

Advertisement

تازه خبرونه

د تېرو ۴ ورځو بارانونو له کبله ۸ کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ويلي؛ په تېرو ۴ ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله ۸ کسان مړه شوي، درې ټپیان دي او شل هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

ملا جانان سایق دا هم ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله ۱۴۰ کورونه بشپړ او یا څه ناڅه ویجاړ شوي او ۲۰ کیلومټره سړکونه سیلابونو وړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ٣٠ څاروي هم له منځه تللي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړې: له نېکه‌مرغه وروستیو اورښتونو په هېواد کې د اوبو کچه لوړه کړې، د ځمکې لاندې اوبه راپورته شوي او کروندګر خوښ دي.

ویل کیږي، چې د طبیعي پېښو  پر وړاندې د  دولت وزارت په ولايتونو کې خپلو ټولو رياستونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې قربانيانو ته د لاس‌رسي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.

په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.

د بغلان غوري  سمنټو د  شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ​​۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.

د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.

محمد طاهر وایي: اوس‌مهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې  جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت له‌خوا ترسره کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!