تازه خبرونه

سږ‌کال د افغانستان د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی

Published

on

د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د تېر کال په اپریل کې د افغانستان اسلامي امارت لخوا د مخدره توکو د بندیز له کبله د کوکنارو کښت په سلو کې ۹۵ کم شوی دی.

په دغه راپور کې راغلي، چي د دوی د ارزونو پر بنسټ د افغانستان په ټولو برخو کې د کوکنارو کښت په ټول افغانستان کې له ۲۳۳ زره هکتارو څخه لس زره اته سوه هکتارو ته راټيټ شوی دی.

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمنو سره د مبارزې د ادارې د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د کښت له منع کیدو وروسته، په ۲۰۲۳  کال کې د کوکنارو کښت په سلو کې ۹۵ ته راټیټ شوی دی.

همدارنګه د دوی سروې ښیي، چې په ۲۰۲۲ کال کې د تریاکو حاصلات ۶۲۰۰ ټنه ول؛ خو په ۲۰۲۳ کال کې یې حاصلات ۳۳۳ ټنو ته راټیټ شول.

د دغه راپور په یوه برخه کې ټینګار شوی، چې د بزګرانو د پیاوړتیا او په کلیو کې بزګرانو ته د بدیل کښت د برابرولو لپاره ډېرو نورو هڅو ته اړتیا ده.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‎يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي، چې د نشه‎يي توکو د کښت او قاچاق د بندولو په اړه د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له صادرېدو وروسته یې هڅه کړې، چې دغه فرمان عملي او د کوکنارو کښت صفر ته راکم کړي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مرستیال عبدالحق همکار ټینګار کړی، چې د نشه‌یي توکو د قاچاق په مخنیوي کې جدي دي او تر ډېره په دې برخه کې بریالي شوي هم دي.

سیاسي شنونکی حبیب الله جانبدار په دې باور دي، چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کمښت په اړه د نړیوالو سازمانونو د راپورونو خپرېدل په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه د سیمې او نړۍ د هېوادونو اندېښنې کمولی شي.

د ملګرو ملتونو چارواکو په دغه راپور کې ټینګار کړی، چې اوس په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د صفر کولو لپاره ښه فرصت شته او له افغان بزګرانو سره باید د بدیل کښت، د کرنیز نظام د پراختیا، د کیمیاوی سرې د برابرولو او د اوبو لګولو د سیستم په برخو کې لازمې مرستې وشي.

دا په داسې حال کې، چې په تېرو دوه کلونو کې د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونو له افغانستان څخه د نشه‎يي توکو د کر، تولید او قاچاق په اړه اندېښنه ښودلې ده.

Trending

Exit mobile version