روغتيا

سږکال په افغانستان کې د پولیو ۳۲ مثبتې بېلګې وپېژندل شوې

Published

on

(Last Updated On: وږی ۴, ۱۴۰۲)

د روغتیا نړیوالې ټولنې د جمعې پر ورځ څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۳ ز. کال له پیل راپدیخوا د ګوزڼ یا پولیو ۳۲ مثبتې چاپېریالي بېلګې ثبت شوې دي.

د دې ټولنې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ سږ کال په افغانستان کې د پولیو پېنځه نوې پېښې ثبت شوي، چې ټولې یې له ننګرهار ولایت سره تړاو لری. د افغانستان په ختیځو سیمو، کندهار او بلخ کې چاپېریالي مثبتې بېلګې ثبت شوې دي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ که څه هم په افغانستان کې د مثبتو بېلګو شمېر د ۲۰۲۲ کال په پرتله په ۲۰۲۳ کال کې ډېر شوی، خو دا زیاتوالی په هېواد کې د ډېرې څارنې او بېلګو د اخیستو او ازموینو له کبله دی.

دغه اداره وايي، د کندهار په سویل کې د چاپېريال وروستۍ موندنې د عامې روغتيا بېړنى حالت دى او د ناروغۍ د پراخېدو خطر څرګندوي؛ ځکه په سویل کې د کور پر کور کمپاينونو ته اجازه نه ورکول کېږي.

دې ادارې دا خبرداری هم ورکړی: په افغانستان کې هر ډول بدلون په پاکستان کې د خلکو د تګ راتګ پروګرام ته خطر پېښولی شي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې، پر ۲۰۲۳ ز.کال په پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو دوه پېښې ثبت شوې وې، چې دواړه په خیبر پښتونخوا ایالت کې وې. پر ۲۰۲۳ کال په پاکستان کې د چاپېریالي څارنې ۱۵ مثبتې بېلګې پېژندل شوې دي.

Trending

Exit mobile version