Connect with us

سیمه ییز خبرونه

سږکال په هرات کې ۳۰۰ خواريکښ ماشومان له حرفوي پروګرامونو برخمن شول

خپور شوی

د

د هرات ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست څرګنده کړې، هر کال څه باندې ۲۰۰۰ خواریکښ ماشومان له سړکونو راټولوي او د تخنيکي او حرفوي زده‌کړو په پروګرامونو کې يې روزي.

د دغه رياست د مسوولينو د معلوماتو له مخې؛ د روان کال په لومړيو مياشتو کې شاوخوا ٣٠٠ ماشومان په تخنيکي او مسلکي پروګرامونو کې شامل شوي دي.

د هرات ولايت د کار او ټولنيزو چارو مرستيال عبدالله سوري ويلي: د روان کال له څو میاشتو راپدیخوا مونږ شاوخوا ۵۰۰ خواریکښ ماشومان سروې کړل، چې ۳۰۰ يې په تخنيکي او مسلکي پروګرامونو کې تر روزنې لاندې ونیول شول.

دغه راز په دې وروستیو کې یوه مرستندویه بنسټ ۱۰۰ یتیمو او بېوزله ماشومانو ته د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو زمینه برابره کړې ده، چې په راتلونکیو ۶ میاشتو کې به د ګنډلو، د ګرځند تیلیفونونو رغولو او نورو مسلکونو له زده‌کړو برخمن شي.

د دغه بنسټ مسوولین وايي، موخه یې یتیمو او بېوزلو ماشومانو ته د کار زمینه برابرول دي.

د دغه بنسټ مسوولین وايي، په روان کال کې یې ۲۰۰ ماشومان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو تر پوښښ لاندې نیولي دي.

د دغه بنست مشر عبدالظاهر ارشاد ویلي: د هرات ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۱۰۰ یتیم او اړمن ماشومان سروې شوي او نن به ان‌شاالله د دوی د زده‌کړې ورکشاپ، چې د ګنډلو، ګرځند رغولو او نورو حرفو زده‌کړې یې لیدلي؛ د اسلامي امارت د مشرانو لخوا ټولنې ته وړاندې شي.

افغان کارپوهان په دې باور دي، چې په اوسنيو شرايطو کې د دغو ماشومانو لپاره د ډېرو نورو زده‌کړو زمينې برابرول پکار دي او دولت مکلف دى، چې د مرستندويه بنسټونو پر همکارۍ د دغو ماشومانو د کورنيو ترڅنګ د هغوى پالنه هم وکړي.

سیمه ییز خبرونه

د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان دفاعي تړون د ناټو پېنځمې مادې ته ورته دی -هاکان فیدان

هاکان فیدان ویلي؛ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان غواړي دا ائتلاف پراخ شي او مصر هم له هغو هېوادونو څخه دی، چې ښايي ورسره یوځای شي.

Published

on

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ويلي؛ د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ دفاعي تړون له تخنیکي پلوه د متقابلې دفاع په برخه کې د ناټو له پېنځمې مادې سره ورته والی لري، خو د ایران پر ضد نهدی.

هاکان فیدان ویلي؛ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان غواړي دا ائتلاف پراخ شي او مصر هم له هغو هېوادونو څخه دی، چې ښايي ورسره یوځای شي.

ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان د جمعې پر ورځ« د مکې ګډ دفاعي تړون» لاسلیک کړ.

دغه تړون په داسې حال کې لاسلیک شوی، چې په سیمه کې د امریکا متحدو هېوادونو د سیمه‌ییزو نښتو د پراخېدا او د ایران له لوري د خلیج د تېلو پر صادرونکو هېوادونو د توغندیزو بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د درېیو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د دغه تړون موخه د هر ډول تېري پر وړاندې د مخنیوي ګډه وړتیا پیاوړې کول دي او له مخې یې پر هر یوه غړي هېواد وسله‌وال برید پر ټولو غړو برید ګڼل کېږي.

فیدان له اناتولي خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، دغه ائتلاف د ایران یا کوم بل هېواد پر ضد نه‌دی، بلکې د درې غړو هېوادونو د امنیت د ملاتړ لپاره یوه عمومي ژمنه ده.

نوموړي زیاته کړې، د برید په صورت کې به غړي د مشورې له لارې د اړتیا وړ ملاتړ کچه، ډول او بڼه ټاکي.

د فیدان د څرګندونو له مخې: تر هغې، چې پر یوه غړي هېواد برید نه‌وي شوی؛ هیڅ هېواد به د ګواښ په توګه نه‌ګڼل کېږي.

ترکیه، چې له امریکا وروسته د ناټو دوه‌یم لوی پوځ لري؛ ویلي؛ دغه تړون کولی شي د سیمې نور هېوادونه هم په کې شامل کړي او موخه یې د موجودو ائتلافونو ځای نیول نه‌دي.

فیدان ویلي:« ناټو له ۳۲ هېوادونو سره یو لوی پوځي ائتلاف دی. مونږ دلته له درې هېوادونو پیل کړی او باید ډېر محتاط؛ خو عملي ګامونه واخلو.»

نوموړي زیاته کړې، د دغه تړون د وروستي کولو هڅې شاوخوا دوه کاله او اته میاشتې روانې وې.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ویلي، د دغه ائتلاف په چوکاټ کې به د ناټو اوسني جوړښت ته ورته د وزیرانو یوه کمیټه جوړه شي او عمومي دارالانشاء به یې په سعودي عربستان کې وي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، عملیاتي جزئیات به د کمیټې په لومړۍ غونډه کې مشخص شي.

فیدان وایي:« زمونږ د ولسمشر لیدلوری دا دی، چې یوازې پر درې هېوادونو بسنه ونه‌کړو، بلکې ائتلاف پراخ کړو او د سیمې ټول هېوادونه تر دې چتر لاندې راټول کړو.»

نوموړي زیاته کړې، مصر هم د ځینو تخنیکي ستونزو له اواري وروسته له دې تړون سره یوځای کېدی شي.

په وروستیو میاشتو کې ترکیې، سعودي عربستان، پاکستان او مصر د سیمه‌ییزو مسایلو له ایران سره د جګړې، د څېړلو لپاره یوه ډله جوړه کړې ده.

ترکیې ویلي، دغه ډله، چې «آر۴» نومېږي؛ د عملي میکانیزمونو په رامنځته کولو کې د غړیو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا هڅه کوي.

فیدان همدارنګه ویلي، ترکیه باید په سره سمندر کې د حوثیانو د بریدونو پر وړاندې د بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره په نړیوال ائتلاف کې ونډه ولري؛ ځکه د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د سمندري تګ راتګ امنیت د انقرې له ګټو سره مستقیم تړاو لري.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي

د «ډان نیوز» د راپور له مخې؛ د پاکستان د مالونو لېږدوونکو سراسري ټولنې ویاند او د مالونو د لېږدوونکو موټرو د مالکانو ټولنې مشر محمد اویس چودري ویلي، د پاکستان د اړیکو له وزیر علیم خان او نورو چارواکو سره خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.

Published

on

په پاکستان کې د مالونو لېږدوونکو او د تېلو ټانکرونو ټولنو اعلان کړی، چې له حکومت سره د خبرو له ناکامېدا وروسته به د شنبې له ورځې سراسري اعتصاب پیل کړي.

د «ډان نیوز» د راپور له مخې؛ د پاکستان د مالونو لېږدوونکو سراسري ټولنې ویاند او د مالونو د لېږدوونکو موټرو د مالکانو ټولنې مشر محمد اویس چودري ویلي، د پاکستان د اړیکو له وزیر علیم خان او نورو چارواکو سره خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.

هغه ویلي، د مالونو لېږدوونکي، د خوراکي توکو او تېلو ټانکرونه، لارۍ، ټریلرونه او نور د ښارونو ترمنځ د مالونو لېږدوونکي موټرونه به خپل خدمات ودروي.

د چودري د څرګندونو له مخې، دا به یوازې سمبولیک اعتصاب نه‌وي، بلکې تر هغې به روان وي، چې د لېږدوونکو غوښتنې ونه منل شي.

هغه زیاته کړې، چې د مالونو لېږدوونکي موټرونه له مخکې له سړکونو ایستل شوي او په ټاکل شویو ځایونو کې درول شوي دي.

د دغو ټولنو له مهمو غوښتنو څخه په ټول پاکستان کې د موټرو د محورونو د وزن د محدودیتونو یو شان پلي کول، د ډیزلو او سړکونو د مالیاتو کمول او د تکلیفي مالیې کمول دي.

لېږدوونکي همدارنګه د موټرو د ضبط په اړه د ګمرکي ځینو مقرراتو د لغوه کولو، پر سوداګریزو موټرو د جریمو د محدودولو او د درندو موټرو د موټرچلوونکو د جوازونو د ورکړې د بهیر د آسانه کولو غوښتنه کوي.

د پاکستان د اړیکو وزیر ژمنه کړې، چې د لېږدوونکو غوښتنې به وڅېړي او د خبرو بل پړاو به د دوشنبې پر سهار ترسره شي.

د لېږدوونکو ټولنې ټینګار کړی، چې تر هوکړې پورې به اعتصاب کوي.

دغه اقدام ښايي په ټول پاکستان کې د مالونو لېږد او سوداګریز فعالیتونه له خنډ سره مخ کړي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ځان‌بساینې او «رښتینې ورورولۍ» وخت رارسېدلی – عراقچي

عباس عراقچي په «ایکس‌پاڼه » کې لیکلي: د ایران وسله‌والو ځواکونو د هغه څه پر وړاندې، چې نوموړی یې «د نړۍ تر ټولو ګران بیه پوځي ځواک» بللی؛ خپله وړتیا او چمتووالی څرګند کړی دی.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر له ګاونډ هېوادونو غوښتي، چې سیمه‌ییزې همکارۍ پیاوړې او پخپلو وړتیاوو ډېره تکیه وکړي.

عباس عراقچي په «ایکس‌پاڼه » کې لیکلي: د ایران وسله‌والو ځواکونو د هغه څه پر وړاندې، چې نوموړی یې «د نړۍ تر ټولو ګران بیه پوځي ځواک» بللی؛ خپله وړتیا او چمتووالی څرګند کړی دی.

عراقچي لیکلي:« د ایران پیاوړو وسله‌والو ځواکونو د نړۍ تر ټولو ګران بیه پوځي ځواک پر وړاندې خپل چمتووالی، وړتیا او ځواک وښود.»

هغه همدارنګه د اسلامي هېوادونو پر یووالي ټینګار کړی او څرګندوي، چې که مسلمانان پر ګډه ودرېږي، کولی شي له بهرنیو لوریو څخه د رامنځته کېدونکو ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر د خپل پیغام په پای کې ویلي:« وخت رارسېدلی، چې یوازې پر ځان تکیه وکړو او رښتینې ورورولي ومنو.»

د عراقچي دا څرګندونې په داسې وخت کې کیږي، چې له وروستیو څو میاشتو راپدېخوا د ایران، اسرائیلو او امریکا ترمنځ سیمه‌ییز تاوتریخوالی زیات شوی او تهران د سیمې د هېوادونو ترمنځ پر همکارۍ او د بهرنیو قدرتونو د لاسوهنې پر کمولو ټینګار کوي.

#آریانانیوز #ایران #عراقچي #سیمه‌ییزه‌همکاري #منځنی‌ختیځ #امریکا #اسرائیل

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117