تازه خبرونه

سیاسي او جهادي مشرانو له امنیتي ځواکونو ملاتړ څرګند کړ– اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: زمری ۹, ۱۴۰۰)

ولسمشر غني څرګنده کړې: د جمهوریت تر چتر لاندې ټولو مطرحو سیاسي مشرانو، جهادي رهبرانو، د مدني ټولنې استازیو، میرمنو او علماوو له ملي وسلوالو ځواکونو د دفاع ډاډ څرګند کړی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټولو د سولې غږ پورته کړ؛ خو وایي، چې مشروع دفاع زمونږ حق دی.

د شنبه پر ورځ له دغې مشورتي ناستې وروسته ولسمشر غني یو شمېر مهمو اړتیاوو ته نغوته کړې ده.

نوموړی لاندې درې اړین ټکي په ګوته کړي: ۱- د جګړې پای، عادلانه او تلپاتې سولې ته رسېدل د افغان حکومت لومړیتوب دی.

۲- حکومت مکلف دی، چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا، ملي ویاړونه، بنسټونه، ارزښتونه، د ښځو حقونه او آزادي وساتي.

۳- سیاسي او جهادي مشرانو ژمنه وکړه، چې د طالبانو پروړاندې په جګړه کې د افغان ځواکونو پر ملاتړ د ملي خوزښت لپاره هڅې ډېرې کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود ویلي: په دې ناسته کې جګړې ته د پای ټکی ایښودل، عادلانه او تلپاتې سوله ساتل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ، د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ویاړ دفاع، په وروستیو کې دوه لسیزو کې د ترلاسه شویو ارزښتونو پر ساتنه او اساسي قانون بحث وشو.

د روسیې د تاس خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ترویکا ناسته هم، چې د افغانستان د سولې لپاره جوړیږي او درې جمع یو هېوادونه په کې غړیتوب لري؛ په قطر کې یې استازي خبرو ته چمتووالی نیسي. افغان دولت به هم په کې استازی ولري او اجنډا هم له روسیې، چین او پاکستان د همکاریو غوښتنه ده، چې طالبان د تاوتریخوالی کمولو ته قانع کړي. که څه هم د مسکو په وینا، دا ناسته ټاکل شوې وه، چې روانه اوونۍ تر سره شي؛ خو یوه اوونۍ وځنډېده.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب مرستیال حفیظ رحمان نقي ویلي؛ له حزب اسلامي غوښتل شوي، چې په دې ناسته کې ګډون وکړي؛ خو ناسته وځنډېده. وګورو، چې که د افغانستان رښتینې ګټې خوندي کولی نشي ونډه په کې نه اخلو.  

دغه راز د استانبول ناسته، چې د دوحې ناستې ملاتړ او اجنډا لپاره یې په پام کې نیول شوې؛ ژر به تر سره شي. تمه ده، چې همداسې یوه ناسته د افغانستان په ټپه ولاړ حالت ته برخلیک ټاکوونکي وي؛ خو افغان دولت تر اوسه په رسمي توګه پدې اړه څه ندي ویلي.

د افغانستان د حکومتي مرکچي پلاوي غړي قادر سکندري ویلي: د استانبول ناسته د د دوحې د ناستې یوه برخه ده؛ خو اجنډا یې نامعلومه او ښکاره نده او وګورو، چې د طالبانو له خو څواک ورځي بیا به پرېکړه وکړو.                

د استانبول ناسته، چې ټاکل شوې وه په اپرېل میاشت کې تر سره شوې وای؛ خو طالبانو په کې ګډون رد کړ او له هغه مهاله ناسته تر دې دمه ځنډېدلې ده.

Trending

Exit mobile version