1393ټاكنې

سیاف: له سیاسي هوکړې مخکې د ټاکنو د وروستیو پایلو اعلام ناامني زیاتوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم وایي، د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم هڅه کوي، چې خبرې اوږدې شي. د دغه ټیم ویاند خبرداری ورکوي، چې د تکتیکي لوبو د تکرار په صورت کې ښایي دوی له سیاسي بهیره ووځي.

په وروستیو کې عبدالرب رسول سیاف رسنیو ته په یوه لیک کې ویلي، که څه هم د ټاکنو پر شفافیت زیاتې خبرې شوي خو د دې لپاره، چې افغانستان د کړکېچ خواته ولاړ نه شي، غوره به وي چې یوه معقوله سیاسي حل لار پېدا شي.

استاد سیاف زیاتوي، څه چې زه غواړم د هېواد په دغه حساس پړاو کې ووایم دا دی چې، کوم کسان چې له سیاسي موافقې مخکې د ټاکنو د پایلو د اعلام غوښتنه لري، دا ټینګار به یې وېده فتنه را ویښه کړي، او هېواد به د ناامنيو او بې ثباتۍ پر لور ولاړ شي، چې د دغو ستونزو مهارول به آسانه کار نه وي او ټول به یې د حل توان ونه لري.

بلخوا د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم سیال ټیم یې د سیاسي مذاکراتو په پروسه کې پڅ عمل کوي.

د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ویاند مجیب الرحمن رحیمي وایي، چې د ملي یووالي په حکومت کې باید تعادل اوتوازن په پام کې ونیول شي له دې پرته به خبرې پر مخ ولاړې نه شی.

خو د تحول او تداوم د ټاکنیز ټیم غړی محمد صدیق پتمن وایي، چې د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان په دې هڅه کې دي، چې یو حل لار پېدا شي او پر یوه اختلافي مورد هم هوکړه وشي.

مخکې له دې د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو اتو تنو مرکچیانو د ملي حکومت د جوړښت پر څرنګوالي هوکړه کړې وه خو په یوه مورد کې لا هم دواړه لوري اختلاف لري او هغه د اجرایه پست دی.

د عبدالله عبدالله ټیم وایي، چې اجرایه رئیس دې د کابینې رئیس هم وي خو د تحول او تداوم ټاکینز ټیم ور سره موافق نه دی.

Trending

Exit mobile version