نړۍ
سیلابونو دوه زره کسان مړه کړي او زرګونه نور ورک دي – د ختیځې لیبیا چارواکي
رویترز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د لیبیا په ختیځ کې چارواکو ویلي؛ په درنا ښار کې د سخت توپان، باران او سیلابونو له کبله لږ تر لږه دوه زره کسان مړه شوي او زرګونه نور ورک دي.
د لیبیا د ملي اردو ویاند احمد مسماري، چې د لیبیا ختیځه برخه تر واک لاندې لري په یوه خبري کنفرانس کې ویلي؛ ناورین له هغې وروسته رامنځته شو، چې د درنا د اوبو بندونه ونړېدل او ټوله سیمه یې له اوسیدونکیو سره لاندې کړل.
احمد مسماري د ورک شویو کسانو شمېر له ۵۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې وښود.
د دوشنبې پر ورځ په سیمه کې د سرې میاشتې د مرستندویه ډلې مشر ویلي، چې د درنا ښار د مړو شمېر ۱۵۰ دی او شونې ده، چې ۲۵۰ ته ورسیږي.
لیبیا له سیاسي پلوه پر ختیځ او لویدیځ وېشل شوې او عامه خدمات له ۲۰۱۱ ز. کال راپدیخوا، چې ناتو په کې له پاڅونونو ملاتړ وکړ او او دا هېواد یې له اوږدو جګړو سره مخ کړ.
د یاد راپور له مخې؛ په طرابلس کې پر نړیواله کچه پر رسمیت پېژندل شوی حکومت ختیځې سیمې تر واک لاندې نهلري.
په طرابلس کې د ولسمشرۍ درې کسیزه شورا، چې په دې وېشل شوي هېواد کې د دولت د مشر په توګه کار کوي؛ له نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه وکړه. د دوی په څرګندونه کې راغلي؛ مونږ له وروڼو، دوستو هېوادونو او نړیوالو ټولنو غواړو، چې مرستې وکړي.
په ختیځ کې د موازي حکومت رییس اسامه حمد ځايي تلویزیون ته ویلي، چې له ۲۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي او زرګونه نور ورک دي.
تېره اوونۍ د یونان له ځپلو وروسته دانیل توپان د یکشنبې پر ورځ د مدیترانې بحیره لاندې کړه؛ سړکونه یې له کومي تېر کړل، په درنا ښار کې یې ودانۍ ویجاړې کړې او د ساحل په اوږدو کې د نور ښارونو په ګډون یې د لیبیا پر دوهیم لوی ښار بنغازي هم ورودانګل.
د درنا ښار د ویدیوي څرګندونې ښیي؛ د ښار له مرکز څخه یو پراخ سیلاب د اوبو یوه نرۍ لار لاندې کړې، چې دواړو خواو ته یې ویجاړې ودانۍ ولاړې دي.
د ختیځې لیبیا د المستقبل تلویزیون خپاره شوي انځورونه ښيي، چې خلک په اوبو کې د خپلو موټرو پر چتونو بند پاتې دي او د مرستې غوښتنه کوي او اوبه یې موټرونه مینځي.
اسامه حمد المسار تلویزیون ته ویلي: بې درکه کسانو شمېر زرګونه دي او د مړو هغه له ۲۰۰۰ څخه ډېر دی. په درنا ښار کې ټول اوسیدونکي ورک او اوبو وړي دي.
احمد مسماري زیاته کړې، چې په سیلاب کې د ملي اردو اووه غړي هم مړه شوي دي.
د درنا ښار اوسیدونکي صالح العبیدي ویلي؛ هغه له خپلې کورنۍ سره بریالۍ تېښته کړې؛ خو ښار ته نږدې په یوه دره کې کورونه نړیدلي ول.
هغه رویترز ته ویلي: خلک ویده ول او راویښ شول؛ خو خپل کورونه یې په اوبو کې ولیدل.
د سیمې یو بل اوسیدونکی احمد محمد وايي: مونږ ویده وو؛ کله، چې له خوبه راپاڅېدو، کور مو محاصره کړی و. مونږ دننه یوو او د وتلو هڅه کوو.
عیني شاهدانو ویلي، چې د اوبو کچه درې مترو (۱۰ فوتو) ته رسیدلې ده.
د درنا ښار په لویدیځ کې انځورونه د سوسه او شحات د بندري ښارګوټي ترمنځ ویجاړ شوی سړک ښیي، چې د یونان لخوا جوړ شوی او د یونیسکو په نوملړ کې راغلی د لرغونپوهنې سایت سیرین هم لیدل کیږي.
د لیبیا په ختیځ کې د لیبیا پارلمان درې ورځنی ماتم اعلان کړ.
په طرابلس کې هم د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر عبدالحمید الدبیبه هم په ټولو اغېزمنو ښارونو کې درې ورځې ماتم اعلان کړی او هغه یې ناورین ځپلې سیمې یادې کړې دي.
د تېلو دوه انجنیرانو رویترز ته ویلي؛ په لیبیا کې د تېلو څلور لوی بندرونه – راس لانوف، زیویتینا، بریګا او ایس سیدرا د دریو ورځو لپاره تړل شوي دي.
عیني شاهدانو ویلي، د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.
چارواکو سخت بېړنی حالت اعلان کړی؛ ښوونځي او پلورنځي یې وتړل او تګ راتګ او بند شوی دی.
په طرابلس کې لنډمهاله حکومت ټولو دولتي ادارو ته لارښوونه کړې، چې په ختیځ ښارونو کې د زیانونو او سیلابونو سره بېړنۍ مبارزه وکړي؛ خو دا حکومت د لیبیا په ختیځ کې هیڅ اغېزه هم نهلري.
د دبیبا حکومت د لیبیا مرکزي بانک سره نږدې همکاري لري، چې په ټول هېواد کې حکومتي څانګو ته پیسې ورکوي.
په لیبیا کې ملګرو ملتونو ویلي، چې دا توپان له نږدې څاري او پر سیمهییزه او ملي کچه له غبرګونونو ملاتړ کوي او بېړنۍ مرستو وړاندې کولو ته چمتو دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د قطر دولتي خبري اژانس د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سپارښتنه خپره کړې، چې حکومت ته دې د لیبیا ختیځو سیمو ته مرستې ولېږدوي.
نړۍ
ټرمپ د ایران د ګواښ له کبله په بله الوتکه کې له ترکیې څخه پټ وتلی و- واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ لیکلي: سپینې ماڼۍ هغه مهال ویلي وه، چې ټرمپ له ترکیې څخه په« ایرفورس ون» الوتکه کې وتلی؛ خو د دې ورځپاڼې د څرګندونو له مخې، هغه په انقره کې پخوانۍ« ایرفورس ون» الوتکې ته له ختلو وروسته پټ د خوړو د لېږدولو په یوه موټر کې یوې کوچنۍ C-32A پوځي الوتکې ته لېږدول شوی و.
د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دې هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره میاشت د ایران له لوري د ترور د ګواښ له کبله په پوځي الوتکه کې له ترکیې څخه پټ وتلی و.
واشنګټن پوسټ لیکلي: سپینې ماڼۍ هغه مهال ویلي وه، چې ټرمپ له ترکیې څخه په« ایرفورس ون» الوتکه کې وتلی؛ خو د دې ورځپاڼې د څرګندونو له مخې، هغه په انقره کې پخوانۍ« ایرفورس ون» الوتکې ته له ختلو وروسته پټ د خوړو د لېږدولو په یوه موټر کې یوې کوچنۍ C-32A پوځي الوتکې ته لېږدول شوی و.
ټرمپ د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره په هغې نوې الوتکه کې انقرې ته تللی و، چې قطر امریکا ته ډالۍ کړې او تازه بیارغول شوې وه؛ خو له ترکیې څخه د وتلو پر مهال یې له پخوانۍ« ایرفورس ون» الوتکې کار واخیست.
د واشنګټن پوسټ د څرګندونو له مخې، دا کار د ټرمپ پر وړاندې د یوه ګواښ له کبله شوی و.
زړې« ایرفورس ون» الوتکې په دې عملیاتو کې د« تېر ایستونکې الوتکې» رول درلود، چې د ټرمپ تګ پټ پاتې شي.
هغه خبریالان، چې فکر یې کاوه له ټرمپ سره په زړه الوتکه کې سفر کوي؛ د الوتنې پر مهال اړ کړ شول، چې د خبریالانو د برخې د کړکیو پردې تړلې وساتي. ان د سپینې ماڼۍ ځینو کارکوونکي هم نه پوهېدل، چې ټرمپ په الوتکه کې نهو.
ټرمپ وروسته د خبریالانو لهخوا د پردو د تړلو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، ښايي هغوی په «یوه خطرناکه الوتنه» کې ول. هغه زیاته کړې:« خو که زه لاړ شم، تاسې هم ځئ، سمه ده؟»
د ټرمپ سپرلۍ C-32A الوتکه د شپې شاوخوا ۱۰:۲۰ بریټانیا ته ورسېده او پخوانۍ« ایرفورس ون» الوتکه څو دقیقې وروسته ورسېده. څرګنده نهده، چې ټرمپ څنګه بېرته پخوانۍ الوتکې ته لېږدول شوی و.
ټرمپ له پخوانۍ الوتکې څخه له کښته کېدو وروسته په بریټانیا کې له مېشتو امریکايي ځواکونو سره وکتل او بیا هغې نوې الوتکې ته ولاړ، چې قطر امریکا ته ډالۍ کړې ده.
سپینې ماڼۍ د دې راپور په غبرګون کې ویلي، نوې الوتکه پر پرمختللیو امنیتي سیسټمونو سمبال ده او د ولسمشر د خوندي ساتلو لپاره د شته ټولو امکاناتو څخه کار اخیستل کېږي.
نوې الوتکه بوینګ ۷۴۷ ده، چې تېر کال قطر امریکا ته ډالۍ کړې او د «ال۳ هېریس ټکنالوژیز» دفاعي شرکت لهخوا بیا رغول شوې ده.
ټاکل شوې دغه الوتکه لنډمهاله د« ایرفورس ون» پر بڼه وکارول شي؛ تر هغې، چې د امریکا د ولسمشرۍ نوې الوتکې چمتو شي.
نړۍ
د کولمبیا په لويدیځ کې د زورورې زلزلې له کبله ۱۱۱ کسان وژل شوي
دا زلزله د دوشنبې پر ورځ د ریښتر پر کچه ۷،۴ درجې زورورې زلزلې د ځمکې په ۱۰۷ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې ده. د کولمبیا چارواکي وايي، دا په یوویشتمه پېړۍ کې د دې هېواد د ثبت شوې تر ټولو زوروره زلزله ده.
د کولمبیا په لویدیځ کې د یوې زورورې زلزلې له کبله ۱۱۱ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
دا زلزله د دوشنبې پر ورځ د ریښتر پر کچه ۷،۴ درجې زورورې زلزلې د ځمکې په ۱۰۷ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې ده. د کولمبیا چارواکي وايي، دا په یوویشتمه پېړۍ کې د دې هېواد د ثبت شوې تر ټولو زوروره زلزله ده.
د کولمبیا ولسمشر «آبلارډو دې لا اسپرییلا» د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۱۱۱ کسان ښودل شوی او څرګندوي، چې د نړېدلو ودانیو له خاورو او ویجاړیو لاندې د بند پاتې کسانو ژغورل د حکومت تر ټولو مهم لومړیتوب دی.
هغه ویلي؛ د خلکو د ژغورلو، له زیانمنو کورنیو سره د مرستې او زیانمنو سیمو ته د بېړنیو مرستو د رسولو لپاره د حکومت ټول امکانات کارول کېږي.
د کالي ښارونو؛ پرېرا او مانیزالس ښارونه له پوره زیانمنو سیمو څخه دي.
په کالي کې چارواکو ویلي، چې ۳۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۷۰۰ نور ټپیان دي.
ژغورونکو او رضاکارانو د دوشنبې تر ماښامه د تندي پر څراغونو د نړېدلو ودانیو په خاورو او ویجاړیو کې د بند پاتې کسانو لټون کاوه. په کالي کې یوه شپږ میاشتنۍ ماشومه او مور یې د یوې پېنځه پوړیزې ودانۍ له خاورو او ویجاړو څخه ژغورل شوي دي.
په پریرا ښار کې هم ژغورونکو د یوه ځوان ژغورلو هڅه کوله، چې د یوې ودانۍ لاندې بند پاتې و. خپرو شویو انځورونو ښودلې، چې په څو ښارونو کې د ودانیو برخې نړېدلي او سړکونه له خاورو او ویجاړیو ډک شوي دي.
د کولمبیا چارواکو د خوندیتوب د ارزونې لپاره په سیمه کې د څو هوايي ډګرونو فعالیتونه هم درولي دي.
همداراز په ځینو ښارونو کې د لوټمارۍ د مخنیوي او امنیت د ټینګښت لپاره ګرځبندیز لګېدلی دی.
د کولمبیا د ځمکپوهنې ادارې ویلي، چې تر اوسه ۲۱ وروستيټکانونه ثبت شوي دي او د نورو ټکانونو د رامنځته کېدا شونتیا هم شته.
کولمبیا د « آرام سمندر په اور کړۍ» نومې سیمه کې موقعیت لري او هره میاشت په دې هېواد کې زرګونه زلزلې ثبتېږي.
په ۱۹۹۹ز.کال کې هم د کولمبیا د قهوې په کرنیزه سیمه کې د ریښتر پر کچه ۶،۲ درجې زلزلې له ۱۰۰۰ ډېر کسان وژلي وه.
نړۍ
د سعودي په یوه کارخونه کې اورلګېدنې ۱۶ بنګلهدیشي کارګر وژلي
د راپورونو له مخې، اور د یکشنبې پر ورځ د ریاض د موسى سنایه په صنعتي سیمه کې لګېدلی دی.
د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د څوکیو جوړولو په یوه فابریکه کې د اور لګېدو له کبله ۱۶ بنګلهدېشي کارګر کډوال وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، اور د یکشنبې پر ورځ د ریاض د موسى سنایه په صنعتي سیمه کې لګېدلی دی.
د بنګلهدېش بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پېښې وضعیت څاري او په ریاض کې د دغه هېواد سفارت له سعودي چارواکو سره خپل هېواد ته د مړو د لېږدولو چارې ترسره کوي.
د بهر میشتو د هوساینې او بهرنیو کارونو وزیر عارف الحق چوهدري چارواکو ته لارښوونه کړې، چې خپل مړي ژر تر ژره هېواد ته ولېږدوي او د قربانیانو کورنیو ته اړینې دولتي مرستې او غرامت برابر کړي.
شاوخوا ۳.۵ میلیون بنګلهدیشیان په سعودي عربستان کې ژوند کوي او دغه هېواد د بنګلهدېشي کارګرو کډوالو تر ټولو لوی کوربه هېواد دی. دغو کارګرانو تېر کال له سعودي څخه خپل هېواد ته له ۲.۷ میلیارډ ډالرو ډېرې پیسې لېږلې دي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي
-
تازه خبرونه4 days agoروسي شرکتونه په افغانستان کې د برښنايي وسایلو پر تولید پانګونه کوي
-
تازه خبرونه3 days agoروسیه د افغانستان له لارې هند سمندر ته د اوسپنېپټلۍ بدیله لار جوړول ارزوي
-
تازه خبرونه4 days agoد مالداویا ولسمشرې د اسلامي امارت پلاوي ته پر ویزه صادرولو نیوکه وکړه
-
لوبی4 days agoله پناه غوښتنې څخه د سکاټلنډ تر ملي لوبډلې؛ د افغان کرکټلوبغاړي زړهراکښونکې کیسه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان دفاعي تړون د ناټو پېنځمې مادې ته ورته دی -هاکان فیدان
-
نړۍ4 days agoد امریکا سنا پر روسیې او ایران د پراخو بندیزونو طرحه تصویب کړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه بلوڅستان کې د پاکستان ملاتړې ډلې له افغان پخوانیو امنیتي ځواکونو ګټه اخلي – راپور
