تازه خبرونه

سیمه او نړۍ دې د افغانستان د مثبتو پرمختګونو په اړه رښتیني وي – متقي

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۳, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر د چارشنبې پر ورځ ( د وري ۲۲ ) په کابل کې د جاپان له سفیر سره په کتنه کې ویلي، چې سیمه او نړۍ دې د مثبتو پرمختګونو په اړه رښتینی چلند غوره کړي.

د بهرنيو چارو وزارت رسنیزې څانګې نن په دې اړه ويلي: مولوي اميرخان متقي په کابل کې د جاپان له سفير تاکاشي اګادا سره وکتل.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو او سیاسي وضعیت خبرې کړې دي.

دغه راز د جاپان سفير په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې له بېلابېلو نظرونو سره – سره هېواد يې له افغان چارواکو سره د خبرو اترو او تعامل پلوى دى.

په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي د افغانستان وضعیت مثبت وباله او زیاتوي؛ د سیمې او نړۍ هېوادونه باید د افغانستان د مثبتو پرمختګونو په اړه رښتیني واوسي، چې د همکارۍ، همغږۍ، پرمختګ او تعامل فضا رامنځته شي.

Trending

Exit mobile version