تازه خبرونه

سیکهـ هېوادوالو د هېوادنۍ سولې غوښتنه وکړه

Published

on

په افغانستان کې د هندوانو او سیکهانو له زرګونه کورنیو یوازې دوه سوه پنځوس کسان پاتې دي او نور له هېواده وتلې دي.

افغان سیکهان او هندوان څرګندوي، چې په وروستیو پېنځه کلونو کې دوی هم نورو هېوادوالو ته ورته له مرګونو بریدونو سره مخ شوي او ځاني او مالي زیانونه یې ولیدل؛ نو، ځکه د دوی ډېرې کورنۍ له هېواده بهر کډوالې شوې.

د هندوانو او سیکهانو د شورا مشر ويلي، چې په کابل کې د سکهانو پر درمسال له برید وروسته پېنځه سوه هندوان او سیکهان هند ته کډه شول.

په افغانستان کې د هندو او سیکهـ مذهبه لږکيو شمېر په افغانستان کې دوه سوه زرو ته رسیده؛ خو اوس یوازې دوه سوه پنځوس کسان پاتې دي، چې یو سل و شل یې په کابل او پاتې نور په ولایتونو کې ژوند کوي.

هندوان او سیکهان وايي، چې ډېر شمېر کورنۍ په وروستیو پېنځه کلونو کې د افغانستان پریښودو ته اړې شوې.

د افغانستان د سیکهانو او هندوانو د ګذر وکیل سوندر سینګهـ ویلي: باید یوه تلپاتې سوله رامنځته شي. ۴۰ کله جګړه مو لیدلې: نتور جنګ بس دی. وضعیت نور هم خراب شوی. که دا حالت روان وي، پاتې سرداران به هم له هېواده کډه کولو ته اړ شي.

هندوان او سیکان وايي، چې له یوې خوا یې ژوند په خطر کې دی او له بلې خوا یې ځمکې او ملکیتونه غصب شوي او په ټولنه کې ځورول کیږي.

دوی اوس د کابل په یوه درمسال کې را غونډ شوي او ټول یو ځای ژوند کوي.

څه موده مخکې د کابل د شور بازار پر درمسال وسلوال برید وشو، چې لسګونه کسانو ته یې مرګ و ژوبله واړوله. له دې برید وروسته پېنځه سوه کسان هندوستان ته ولاړل.

د افغانستان سیکهان او هندوان وايي، چې له خپل هېواد سره یې مینه نه شلیدونکې ده او که د ژوند شرایط برابر شول، ټول به بېرته راستنیږي.

Trending

Exit mobile version