تازه خبرونه

سیګار په افغانستان کې د جمهوري نظام د ړنګېدو له عواملو پرده پورته کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۶, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د عمومي مفتش دفتر په خپل نوي راپور کې هغه ۶ عوامل په ډاګه کړي، چې د جمهوريت له سقوط سره یې مرسته کړې ده.

سیګار وايي؛ دغه شپېته مخیز راپور د امریکا د استازیو جرګې د څارنې او اصلاحاتو د کمیتې د رییس او لوړ پوړیو غړیو په غوښتنه چمتو شوی دی.

د سیګار له نظره؛ د پخواني حکومت چارواکو داسې فکر کاوه، چې امریکا له افغانستان څخه نه وځي، بل دا، چې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ په خبرو کې پخوانی افغان حکومت څنډې ته شوی و. دغه راز د سیګار په راپور کې د جمهوریت د پرځيدو بل علت دا ښودلی شوی، چې اشرف غني غوښتل طالبان په جمهوري نظام کې مدغم کړي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مفتش دفتر په خپل نوي ۶۰ مخیز راپور کې شپږ هغه عوامل په برسېره کړي چې په باور یې د افغانستان د جمهوري نظام پرځېدو ته یې لاره اواره کړه.

انځور او غږ

د سیګر له نظره؛ د افغانستان د پخواني حکومت چارواکي باوري نه وو چې امریکايي ځواکونو له دې هیواده وځي. دغه راز سیګر وايي چې د جمهوریت د پرځيدو بل لامل دا وو چې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ په خبرو کې جمهوریت څنډې ته شوی و او له بلې خوا محمد اشرف غني پښې خیر کړې وې چې طالبان باید په جمهوري نظام کې مدغم شي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي مفتش په راپور کې راغلي:

۱: له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د پخواني افغان حکومت د چارواکو بې باوري

۲: د امریکا او طالبانو د سولې له خبرو څخه د افغان حکومت څنډې ته کول

۳: په جمهوري نظام کې د طالبانو پر ادغام د حکومت ټينګار

۴: له افغان حکومت سره د طالبانو له خبرو انکار

۵: په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د واک انحصارول

۶: په سیاسي او دولتي مشرتابه کې فساد

سیګار وايي؛ دا راپور د امریکا د استازیو جرګې د څارنې او اصلاحاتو د کمیتې د رییس او لوړ پوړیو غړیو په غوښتنه چمتو شوی دی.

اسلامي امارت په ښکاره دا راپور تائیدوي او وایي؛ ګوډاګي حکومتونه هیڅکله پایښت نلري او د سقوط کندې ته لویږي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي زیاته کړې؛ د اشغال، استثمار او استعمار تر سیوري لاندې جوړ شوي نظامونه ویلې کیږي او له منځه ځي.

جمهوري نظام، چې د امریکا او د هغه د متحدینو پر مرسته شل کاله په افغانستان کې وچلیده؛  د تېر کال د اسد د میاشتې پر ۲۴ مه، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ راوپرځېد؛ اسلامي امارت په کابل کې بیا واک خپل کړ، خو له نږدې یو نیم کال وروسته هم له جمهوري نظام سره ملو هېوادونو د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت ندی پېژندلی او د افغانستان اقتصادي نظام یې تر خپل ګواښ لاندې ساتلی دی.

Trending

Exit mobile version