لوبی
شاهین هنترز د کابل کرکت غوره لیګ اتلولي خپله کړه
د چارشنبې پر ورځ د کابل غوره لیګ سیالیو په پای لوبه کې شاهین هنترز، کابل زلمي ته پر ماتې ورکولو د دې سیالیو د لومړي پړاو اتلولي خپله کړه.
په پای لوبه کې شاهین هنترز لوبډلې پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه او د اووه لوبغاړیو پر سوځېدو یې ۲۱۲ منډې جوړې کړې.
د شاهین هنترز لوبډلې کپتان صدیق الله اتل پر ۴۲ توپونو ۱۰۳ منډې وکړې، چې په کې اووه شپږیزې او اووه څلوریزې شته او د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.
په ځوابي توپ وهنه کې کابل زلمي لوبډلې په ۲۰ آورونو کې د شپږ لوبغاړو پر سوځېدو ۱۹۸ منډې جوړې کړې او بریالۍ نهشوه، چې هدف ته ځان ورسوي.
محمد اکرم ۵۰ ، ننګیالي خروټي ۴۵ او سمیع الله شینواري ۴۱ منډې وکړې. شرف الدین اشرف هم ۳۶ منډې ورزیاتې کړې.
د شاهین هنترز لپاره سید خان او رحمان شاه دوه دوه ویکتې واخیستې.
له دې مخکې د کابل زلمي لوبډلې لپاره لعل باز درې لوبغاړي سوځولي وه.
لوبی
د اتل سلیزې او د راشد څلور ویکټو افغانستان د زمبابوی پر وړاندې بریا ته ورساوه
افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا یې ۲۹۴ منډې جوړې کړې.
افغانستان د متحده عربي اماراتو د یو ورځنیو لوبو د درېاړخیزې سیالۍ په لړ کې د صدیقالله اتل د سلیزې او د راشد خان د څلور ویکټو پر مټ زمبابوې ته د ۱۵۸ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا یې ۲۹۴ منډې جوړې کړې.
صدیقالله اتل ۱۰۲ او ابراهیم ځدراڼ ۹۰ منډې وکړې.
دغو دوه لوبغاړو د دوهیمې ویکټې لپاره د ۱۴۰ منډو ملګرتیا جوړه کړه او افغانستان یې په پیاوړي دریځ کې ودراوه؛ خو د لوبډلې وروستي شپږ لوبغاړي یوازې د ۳۵ منډو پر جوړولو وسوځېدل.
زمبابوی لوبډله د هدف پوره کولو لپاره ښه ونهځلېده او په ۳۸.۴آورونو کې یې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا یوازې ۱۳۶ منډې جوړې کړې.
راشد خان د افغانستان په توپاچونه کې وځلېد او د ۱۷ منډو په بدل کې یې څلور ویکټې واخیستې.
رایان برل ۳۱ او سکندر رضا ۴۸ منډې وکړې. دا دواړه د زمبابوې له هغو مهمو لوبغاړو څخه ول، چې لوبډلې ته یې ۷۹ منډې جوړې کړې؛ خو وسوځېدل.
فضلالحق فاروقي او عظمتالله عمرزي هم په لومړیو کې ویکټې واخیستې او زمبابوې یې د ۴۳ منډو پر جوړولو د څلور لوبغاړو له سوځېدا سره مخ کړه.
افغان توپاچوونکو تر پایه پر سیالې لوبډلې فشار وساته او د هغو د منډو جوړولو مخه یې ونیوله.
د صدیقالله اتل ۱۰۲ منډې وکړې، چې دا یې په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې درېیمه سلیزه وه؛ خو ابراهیم ځدراڼ خپلې سلیزې ته ونهرسېد او پر ۹۰ منډو وسوځېد.
له دې بریا سره افغانستان د درېاړخیزې سیالۍ پایلوبې ته د لار موندلو په سیالۍ کې پاتې شو.
د افغانستان او زمبابوې لوبډلې هره یوه دوه نومرې لري. د چارشنبې پر ورځ به له بنګلهدېش سره د افغانستان وروستۍ ډلهییزه لوبه پایلوبې ته د پاتې لارموندونکي لوبډلې برخلیک روښانه کړي.
لوبی
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل د شپږاړخیزو سیالیو دوهیم مقام خپل کړ
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په نیمهپایلوبه کې کیپورډ ته د ۴ پر ۲ ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ د برازیل د شپږاړخیزو سیالیو په پایلوبه کې د کوربه لوبډلې پر وړاندې ۶ پر صفر ماتې وخوړه او د دغو سیالیو دوهیم مقام یې خپل کړ.
فابینیو دوه ګولونه او لئانډرو لینو، کلبر، سرجینیو او روفینو هر یوه یو ګول وواهه او د افغانستان د لوبډلې دروازه یې پرانیسته.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په نیمهپایلوبه کې کیپورډ ته د ۴ پر ۲ ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړو له دې مخکې د ګروپي پړاو په سیالیو کې له جاپان سره پرته له ګول وهلو مساوي شوه او پیرو ته یې د ۳ پر صفر پر ماتې ورکولو بریا خپله کړې وه. افغانستان د دغو پایلو له مخې، پایلوبې ته له رسېدا مخکې په خپلو ټولو سیالیو کې له ماتې پرته پایلوبې ته لار وموندله.
دغه راز برازیل له دې بریا سره د درېیم ځل لپاره د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دې لوبډلې له دې مخکې په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ز.کلونو کې هم د دغو سیالیو اتلولي خپله کړې وه.
که څه هم افغانستان په پایلوبه کې ماتې وخوړه؛ خو د دغو سیالیو پایلوبې ته د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې لار موندل په نړیواله کچه د پام وړ لاستهراوړنه ګڼل کېږي.
لوبی
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د برازیل شپږاړخیزو سیالیو پایلوبې ته ووتله
په دې لوبه کې حمیدرضا حسینی د دوه ګولونو په وهلو سره د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه. سیدحسین موسوي او امید قنبري هم د هېواد د ملي لوبډلې لپاره یو ـ یو ګول وواهه.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل د شپږاړخیزو سیالیو په نیمهپایلوبه کې کیپورډ ته ۴ پر ۲ ماتې ورکړه او د دې سیالیو پایلوبې ته یې لاره ومونده.
په دې لوبه کې حمیدرضا حسینی د دوه ګولونو په وهلو سره د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه. سیدحسین موسوي او امید قنبري هم د هېواد د ملي لوبډلې لپاره یو ـ یو ګول وواهه.
افغانستان له دې مخکې د سیالیو په ډلهییز پړاو کې لوبه له جاپان سره پرته له ګوله مساوي کړې وه او پیرو ته یې ۳ پر صفر ماتې ورکړې وه.
ټاکل شوې، چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د دې سیالیو په پایلوبه کې د یکشنبې پر شپه د افغانستان پر وخت ۸:۳۰ بجې د کوربه هېواد، برازیل، پر وړاندې ولوبېږي.
-
سوداگري2 days agoدوغارون افغانستان ته د ایران د ۷۰ سلنې صادراتو اصلي لاره ده
-
سوداگري23 hours agoایران غواړي د هرات اوسپنېپټلۍ د ازبکستان تر پولې وغځوي
-
تحول3 days agoتحول: کابل ته د روسیې د لوړپوړي پلاوي سفر
-
تازه خبرونه2 days agoله اسلامي امارت سره به د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار په اړه خبرې روانې وي
-
نړۍ2 days agoپه فرانسه کې سراسري لاریونونه پر تاوتریخوالي واوښتل؛ سلګونه کسان ونیول شول
-
تازه خبرونه2 days agoیوناما دې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې له پامه نه غورزوي – ملا برادر
-
نړۍ1 day agoټرمپ د اسرائیلو په نږدې ټاکنیزو سیالیو کې له نټانیاهو ملاتړ اعلان کړ
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان په جګړهییزو عملیاتو کې د ناټو لږ شمېر متحدانو فعاله ونډه لرله – پیټ هګسټ
