لوبی
شاهین هنترز د کابل کرکت غوره لیګ اتلولي خپله کړه
د چارشنبې پر ورځ د کابل غوره لیګ سیالیو په پای لوبه کې شاهین هنترز، کابل زلمي ته پر ماتې ورکولو د دې سیالیو د لومړي پړاو اتلولي خپله کړه.
په پای لوبه کې شاهین هنترز لوبډلې پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه او د اووه لوبغاړیو پر سوځېدو یې ۲۱۲ منډې جوړې کړې.
د شاهین هنترز لوبډلې کپتان صدیق الله اتل پر ۴۲ توپونو ۱۰۳ منډې وکړې، چې په کې اووه شپږیزې او اووه څلوریزې شته او د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.
په ځوابي توپ وهنه کې کابل زلمي لوبډلې په ۲۰ آورونو کې د شپږ لوبغاړو پر سوځېدو ۱۹۸ منډې جوړې کړې او بریالۍ نهشوه، چې هدف ته ځان ورسوي.
محمد اکرم ۵۰ ، ننګیالي خروټي ۴۵ او سمیع الله شینواري ۴۱ منډې وکړې. شرف الدین اشرف هم ۳۶ منډې ورزیاتې کړې.
د شاهین هنترز لپاره سید خان او رحمان شاه دوه دوه ویکتې واخیستې.
له دې مخکې د کابل زلمي لوبډلې لپاره لعل باز درې لوبغاړي سوځولي وه.