بی بی سی پښتو
شمالي وزیرستان کې څلور ښځې په ډزو وژل شوې دي
د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې دوشنبه سهار د یوې غیر دولتي موسسې څلور ښځینه کارمنې د وسلوالو په ډزو وژل شوې دي. د دې ښځو نومونه ناهید، ارشاد، جویریه، عایشه او مریم ښودل شوي دي.
دې څلور واړه ښځو سیمه کې “د مېرمنو ځواکمنولو” په نامه یوه پروژه کې کار کاوه او ټاکل شوې وه چې دا خپرونه یې دوه ورځې وروسته ختمه شي.
تر دې دمه کومې ډلې د برید مسئولیت نه دی منلی، خو سیمه کې له څه مودې راهیسې هدفي وژنې ډېرې شوې دي.
د پولیسو په رپوټ کې د دې موسسې نوم “سباوون” ښودل شوی دی، خو یادې موسسې په یوه اعلامیه کې ویلي چې وژل شوې ښځې د دوی کارمنې نه وې.
پولیسو ویلي، د دوشنبې بر سهار د دې موسسې پنځه ښځینه کار کوونکې له بنو ښاره د شمالي وزیرستان میرعلي سیمې ته روانې وې.
دپولیسو رپوټ کې راغلي، کله چې دا ښځې خپل دفتر ته ورسېدې نو مریم له موټره ښکته شوه، خو څلور نورې ښځې لا هم موټر کې وې.
هماغه شېبه نامالومو وسلوالو یې پر موټر ډزې وکړې او څلور واړه یې ځای په ځای ووژلې. په برید کې د دوی موټروان عبدالخالق هم ټپي شوی دی او دا مهال په ځایي روغتون کې بستر دی.
د دې ښځو په اړه ویل کېږي چې ټولې د بېوزله کورنیو وې او په ورځنۍ مزدورۍ یې یوې موسسې سره کار کاوه. دوی په سیمه کې ځایي ښځو او نجونو ته د خیاطۍ، لاسي صنایعو او سینګار برخه کې روزنه ورکوله.
وزیرستان کې خرابېدونکی امنیتي وضعیت
پښتون ژغورنې غورخنګ یوه مشر او د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان غړي محسن دوړ د دې پېښې په غبرګون کې پر خپله ټوېټر پانه لیکلي، د پاکستاني پوځ عملیاتو په سیمه کې ترهګر نه دي ختم کړي او دې ترهګرو نن د غیر دولتي موسسې څلور کارکوونکې ووژلې.
ښاغلي دوړ لیکلي، دوی اوس دغه ترهګر او سمبالوونکي یې پېژني او ژر به یې له تکتیکونو پرده پورته کړي.
https://twitter.com/mjdawar/status/1363864222057205765
په شمالي او سویلي وزیرستان کې له تېرې څه مودې راهیسې امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی او هدفي وژنې او پر امنیتي کسانو بریدونه یو ځل بیا پیل شوي.
د پاکستاني پوځ ویاند تورن جنرال بابر افتخار د دې ښځو د وژنې په غبرګون کې ویلي، وزیرستان له ترهګرو پاک کړل شوی دی، خو د وضعیت نورمالېدو کې به وخت لګي.
نوموړی وایي، دا یوه جنایي قضیه ده او هرې پېښې ته باید د ترهګرۍ په سترګه ونه کتل شي.
د هغه په وینا، د پولیسو روزنه روانه ده او کله چې نوي افسران د پخوانیو قبایلي سیمو په پولیس تاڼو کې ځای پر ځای شي نو وضعیت به ښي شي.
یاده دې وي چې د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات پیل کړي وو چې څلور کاله یې دوام وکړ.
په ۲۰۱۸ کال کې دا عملیات پای ته ورسېدل او له سیمې سلګونه زره بېځایه شويو کسانو ته اجازه ورکړل شوه چې بېرته خپلو کورونو ته ور ستانه شي.
په ۲۰۱۹کال کې پخوانۍ قبایلي اېجنسۍ د خیبر پښتونخوا صوبې برخه شوې. خو دې سیمو کې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی او غیر دولتي موسسې هلته په ډاډه زړه فعالیت نه کوي.