نړۍ
شمالي کوریا دوه نور بالستیک توغندي وتوغول
د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې؛ د جنوبي کوریا او جاپان چارواکو اعلان ویلي، چې پیونګ یانګ نن سهار (یکشنبه د تلې ۱۷) دوه نور بالستیک راکتونه توغولي، چې په وروستیو ورځو کې یې شمېر اووه هغو ته رسېدلی دی.
د جنوبي کوریا چارواکو ويلي؛ د شمالي کوریا د راکتونو د توغولو زیاتوالی او د دغه هېواد په اتومي سایت کې د چمتووالي ښودنه ښیي، چې پیونګ یانګ د ۲۰۱۷ کال تر بل هر وخت خپل دریځ ته نږدې شوی دی.
سږ کال شمالي کوریا اعلان وکړ، چې له بریالیتوب سره یې د هایدروجن بم ازموینه هم کړې ده.
دغه راز د جاپان دفاع وزیر توشیرو انویو د دې توغندیز برید د جزئیاتو په اړه خبریالانو ته څرګنده کړې: د شمالي کوریا دواړه توغندي، چې نن توغول شوي د ۱۰۰ کیلومترو پر لوړوالي یې ۳۵۰ کیلومتره واټن وهلي؛ لومړی توغندی پر ځايي وخت د سهار پر ۱:۴۷ وتوغول شو او دوه یم هغه شاوخوا شپږ دقیقې وروسته پورته شو.
امریکا هم اعلان کړی، چې د توغنديو له ازمایښت وروسته په سیمه کې له خپلو متحدینو او شریکانو سره سلا مشورې کوي.
شمالي کوريا په ډاګه کړې: د امريکا د مستقيمو پوځي ګواښونو پر وړاندې یې د ځان د دفاع لپاره توغندي توغولي او د ګاونډيانو امنيت ته يې زيان ندی رسولی.
شمالي کوریا د سې شنبې پر ورځ په پېنځه کلونو کې د لومړي ځل لپاره د جاپان پر لوري بالستیک توغندی وتوغاوه. د دغو اقداماتو په غبرګون کې جنوبي کوریا او جاپان په وروستیو ورځو کې له امریکا سره په ګډه سمندري روزنې ترسره کوي.
د جنوبي کوریا او امریکایي چارواکو هم په کراتو ویلي، چې پر شمالي کوریا د برید کولو هیڅ نیت نلري.
نړۍ
د پنسلوانیا پر سړک سخت امنیتي بندیز؛ سپینې ماڼۍ ته نږدې وسلهوال په ډزو کې ووژل شو
په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې پولیسو موټرونه او د ملي ګارد ځواکونه د سپینې ماڼۍ شاوخوا سیمه کلابنده کړې او امنیتي ځواکونه په بېلابېلو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.
د شنبې پر ماښام د امریکا د پلازمېنې واشنګټن ډي سي ښار په مرکز کې هغه مهال سخت امنیتي تدابیر ونیول شول، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې یوه شکمن وسلهوال ډزې وکړې او د پټو خدماتو ځواکونو له لوري ووژل شو.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې پولیسو موټرونه او د ملي ګارد ځواکونه د سپینې ماڼۍ شاوخوا سیمه کلابنده کړې او امنیتي ځواکونه په بېلابېلو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.
د امریکا د پټو خدماتو ادارې د خبرپاڼې له مخې، پېښه د ماښام له شپږ بجو لږ وروسته د اووهلسم سړک او پنسلوانیا ایونیو په سیمه کې رامنځته شوې ده.
شکمن کس نږدې روغتون ته لېږدول شوی؛ خو هلته مړ اعلان شو.
په دې پېښه کې یو لاروی هم ټپي شوی او د درملنې لپاره روغتون تهوړل شوی دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ټرمپ د پېښې پر مهال په سپینه ماڼۍ کې دننه و؛ خو د پټو خدماتو ادارې ویلي، چې د امنیتي ساتنې اړوند چارې او چارواکي له کوم ګواښ سره مخ شوي نهدي.
د دې پېښې پلټنې لا هم روانې دي او چارواکو ویلي، چې نور معلومات به وروسته خپاره کړي.
ویل کېږي، شکمن کس له خپلې بوجۍ وسله راویستې او ډزې یې پیل کړې دي، چې وروسته د پټو خدماتو ځواکونو په ځوابي ډزو کې ووژل شو.
نړۍ
له چین څخه د لویو لاسته راوړنو پرته د ټرمپ راستنېدا؛ د واشنګټن او بېجینګ سیالي روانه ده
په دې دوه ورځني سفر کې ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشرشي جینپینګ د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړې؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ بنسټیز اختلافات اوس هم حل شوي نهدي.
چین ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سفر؛ سره له دې، چې د نړۍ د دوه لویو ځواکونو ترمنځ یې نسبي آرامه فضا رامنځته کړه، له کومو سترو اقتصادي هوکړو یا اړینو پرمختګونو پرته پای ته ورسېد.
په دې دوه ورځني سفر کې ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشرشي جینپینګ د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړې؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ بنسټیز اختلافات اوس هم حل شوي نهدي.
شنونکو ويلي، د ۲۰۲۵ز.کال له سختو سوداګریزو کړکېچونو او د امریکا له درندو تعرفو وروسته؛ دې لیدنې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نسبي ثبات راوستی دی.
ډونالډ ټرمپ په دې سفر کې له یو شمېر نومیالیو امریکایي سوداګرو(د ټسلا مشر ایلان ماسک او د انویډیا اجرائیوي مدیر جنسن هوانګ ) سره بېجینګ ته ولاړ؛ خو کومې سترې اقتصادي هوکړې رسمي اعلان نهشوې.
د راپورونو له مخې؛ دواړو لوریو د بوئینګ الوتکو د خرڅلاو او د امریکا د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي، خو د تړونونو کچه له تمو لږ وه.
دې غونډې د ایران اړوند جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین ښکاره ژمنتیا ترلاسه نهکړه، چې نړیوال بازار او د ټرمپ داخلي محبوبیت یې اغېز کړی دی.
د چین چارواکو خبرې اترې «جوړوونکې او سټراټیژیکې» بللي او ټینګار یې کړی، چې دواړه هېوادونه باید خپلې اړیکې د اوږدمهاله سیالۍ په چوکاټ کې مدیریت کړي.
کارپوهانو ويلي؛ دې غونډې وښوده، چې واشنګټن او بېجینګ له پخوا ډېر د اوږدمهاله سیالۍ واقعیت منلی او بېرته پخوانۍ نږدې همکارۍ ته د ستنېدا شونتیا کمه شوې ده
نړۍ
د اسرائیل بیتشمش ته نږدې ستره چاودنه؛ تومر دفاعي شرکت: پېښه له مخکې پلان شوې آزموینه وه
د ټایمز اف اسرائیل د راپور له مخې؛ دغه چاودنه د تومر شرکت د آزموینې په مرکز کې شوې، چې د توغندیو انجنونه جوړوي.
د اسرائیل دولتي دفاعي شرکت تومر ویلي؛ هغه ستره چاودنه، چې د شنبې پر ماښام د بیتشمش ښار ته نږدې شوې، د یوې کنټرول شوې او له مخکې پلان شوې آزموینې برخه وه.
د ټایمز اف اسرائیل د راپور له مخې؛ دغه چاودنه د تومر شرکت د آزموینې په مرکز کې شوې، چې د توغندیو انجنونه جوړوي.
په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې؛ له چاودنې وروسته د اور لمبې او لوګی ښکاري. د چاودنې غږ په شاوخوا سیمو کې هم اورېدل شوی دی.
تومر شرکت زیاته کړې، دا پېښه یوه «له مخکې پلان شوې آزموینه» وه او د ټاکل شوي مهالوېش له مخې ترسره شوې ده.
-
لوبی16 hours agoافغانستان د «الماس جوبیلي» په پرانیستونکې سیالۍ کې له مالډیف سره مخامخ کېږي
-
سوداگري22 hours agoد ایران او افغانستان اقتصاد ګډې پانګونې ته اړتیا لري- د خراسان رضوي والي
-
لوبی19 hours agoد هند غوره لیګ پایلوبه؛ بنګلور او ګجرات په احمدآباد کې لوبېږي
-
تازه خبرونه1 day agoمتحده عربي اماراتو د لغمان د مرګونې ټرافیکي پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه
-
تازه خبرونه23 hours agoد کندوز روغتون له بمبارډ وروسته پر روغتیايي مرکزونو بریدونه زیات شوي – لارا لیزر
-
تازه خبرونه2 days agoلغمان کې د کډوالو موټر چپه شو؛ ۴۷ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه2 days agoله روسیې سره پوځي هوکړه دفاعي وړتیاوې پیاوړې کوي- محمد یعقوب مجاهد
-
څار1 day agoڅار: اسلامي امارت د سیمهییز ثبات او امنیت ډاډمنولو په لټه کې
