نړۍ

شمالي کوریا د امریکایي توغندیو د شنډولو  ګواښ وکړ

Published

on

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ KCNA د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د دوی د یو ازمویل شوي توغندي د ویشتلو هر ډول اقدام به د جګړې اعلان وګڼل شي.

د مشر کیم جونګ اون پیاوړې خور کیم یو جونګ ویلي:   او د امریکا او سویلي کوریا ترمنځ ګډې پوځي روزنیزې هڅې به د زیاتېدونکي کړکیچ لامل شي او دوی یې پر ضد پرېکنده؛ خو چټک غبرګون ته ژمن دي.

د مشر کیم جونګ اون خور کیم یو جونګ ویلي:  آرام سمندر یوازې د  امریکا یا جاپان ندی.

کیم یو اونګ دا خبرداری هغه مهال ورکړ، چې امریکا د جنوبي کوریا له جنګي الوتکو سره په ګډه د کوریا د تاپو وزمې پر سر د بي- ۵۲ بم غورځوونکیو الوتکو پروازونه ترسره کړل.

میرمن اونګ د دغه ګواښ په اړه نور جزئیات ندي ورکړي؛ خو شمالي کوریا له دې مخکې د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو نظامي تطبیقاتو په غبرګون کې د توغندیو آزمایښتونه کړي، چې د یرغل د مخنیوي لپاره یې هېوانی چمتووالی بولي؛ خو نور جزئیات یې ندي ورکړي.

دا لومړي ځل ندی، چې د امریکا بي -۵۲ بم غورځوونکې الوتکې د جنوبي کوریا سره ګډې پوځي روزنیزې هڅې تر سره کوي.

د شمالي کوریا د اعلامیې له مخې؛  که د امریکا او جنوبي کوریا د پاروونکیو پوځي هڅو مخنیوی ونشي؛ د فزیکي نښتې شونتیا به ډېره شي.

امریکا او جنوبي امریکا به په راتلونکې اوونۍ کې ۱۰ ورځني پوځي روزنیزې هڅې پیل کړي.

د یاد راپور له مخې؛ نږدې ۲۸۵۰۰ امریکايي پوځیان په جنوبي کوریا کې ځای پر ځای دي او کوریاګانې یې له تخنیکي پلوه په جګړه کې پرېښي دي.

Trending

Exit mobile version