ساینس او ​​ټیکنالوژي

شمالي کوریا د امریکا او متحدینو د پوځي څارنې لپاره د سپوږمکۍ توغولو هڅه کوي

Published

on

رویټرز د سهیلي کوریا د دولتي خبري سرچینې KCNA د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې کیم جونګ اون د دې هېواد له فضایي پراختیا ملي ادارې څخه د لیدنې پر مهال ویلي؛ د تېر کال د اعلان شوي پېنځه کلن پلان پوځي کشفي سپوږمکیو لوی شمېر به د شمسي قطب مدار ته وتوغول شي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د پوځي کشفي سپوږمکیو د پراختیا او عملیاتو موخه د شمالي کوریا وسلوالو ځواکونو ته د امریکایي امپریالیزم د یرغلګرو ځواکونو، جنوبي کوریا، جاپان او د آرام سمندر د متحدینو د پوځي هڅو په اړه پخپل وخت د معلوماتو ترلاسه کول دي.

کارپوهانو ويلي؛ شمالي کوریا د یوې داسې کشفي سپوږمکۍ د توغولو لپاره چمتووالی نیسي، چې کولی شي اټومي خولۍ هم ولیږدوي؛ ځکه، چې تر دې دمه یې د منع شوي بالسټیک توغنديو ټکنالوژي کارولې ده.

شمالي کوریا څرګنده کړې، د فبرورۍ پر ۲۷ او د مارچ پر پېنځمه یې د سپوږمکیو دوه سیسټمه تجربه کړي دي؛ خو د جنوبي کوریا، جاپان او امریکا چارواکو ويلي، چې دا د بالسټیک توغندیو تجربې وې.

د امریکا پوځ نن پنجشنبه د کب ۱۹ / د مارچ ۱۰ په ډاګه کړې؛ په ژیړ سمندرګي کې یې د څارنې او استخباراتي معلوماتو راټولول ګړندي کړي دي.

دغه راز امریکا څرګنده کړې، چې د شمالي کوریا د توغندیو له آزموینو وروسته یې د بالسټیک توغندیو دفاعي چمتووالی ډېر کړی دی.

د KCNA  سرچینې د څرګندونو له مخې؛ کیم له سپوږمکۍ نه یوازې د استخباراتي معلوماتو په راټولولو کې کاراخلي، بلکې د شمالي کوریا د ملي حاکمیت او ملي ګټو، قانوني حق او ملي اعتبار د ساتنې او لوړولو لپاره هم دفاع کوي.

Trending

Exit mobile version