ساینس او ټیکنالوژي
شمالي کوریا د اټومي وړتیاوو د لوړولو لپاره نوې تجربه ترسره کړه
د شمالي کوریا KCNA خبري سرچینې د یکشنبې پر ورځ ( د وري ۲۸) څرګنده کړې، چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د اټومي وړتیاوو د لوړولو لپاره د سپارښتنې وړ وسلو د نوې ټاکټیکي بڼې له تجربې لیدنه وکړه.
سرچینې زیاته کړې؛ د سپارښتنې وړ وسلو د نوې تاکتیکي بڼې سیسټم د لومړۍ کرښې د اوږده واټن د توپچي واحدونو د ویشتو ځواک د ښه کولو او د کوریا د ډیموکراټیک ولسي جمهوریت په ټاکټیکي اټومي عملیاتو کې د ګټورتوب لوړول د دوی په بېلابېلو ماموریتونو کې پوره اړین دي.
د شمالي کوریا د خلکو ډیموکراټیک جمهوریت د رسمي نوم لنډیز DPRK دی.
د جنوبي کوریا پوځ د یکشنبې پر ورځ له غرمې وروسته ویلي، چې شمالي کوریا د شنبې پر ورځ ( د وري ۲۷) له ځايي وخت سره سم ۶ بجې د ختیځ سمندر پر لوري دوه توغندي وتوغول.
امریکا ویلي، چې دمګړۍ دا ګواښ ندی.
د یادې سرچینې دغه راپور له هغې وروسته سمدستي خپور شو، چې شمالي کوریا د جمعې پر ورځ ( د وري ۲۶ / د اپریل ۱۵) د شمالي کوریا د بنسټ ایښودونکي کیم ایل سونګ د زېږېدنې ۱۱۰ کلیزه ونمانځله، چې په هېواد کې ترټولو ستره کلنۍ عامه رخصتي ده.