ساینس او ټیکنالوژي
شمالي کوریا سوپرسونیک توغندي بریالی وتوغاوه
د شمالي کوریا رسمي خبري سرچینې د پنجشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې دې هېواد پرون د سوپرسونیک توغندي بریالۍ آزموینه ترسره کړې ده.
د جاپان او شمالي کوریا دفاعي چارواکو د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې شمالي کوریا یو ناپېژانده توغندی، چې د بالستیک توغندی شک پرې کیږي؛ د دې هېواد د ختیځو اوبو پر لوري توغولی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ شمالي کوریا، چې پر لومړي ځل یې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په سپټمبر کې د یو سوپرسونیک توغندي تجربه کړی و؛ د هغو هېوادونو په لیکه کې ودرېد، چې په نړۍ کې د دغو توغنديو ټکنالوژي کاروي.
د شمالي کوریا دولتي خبري سرچینې زیاته کړې؛ د سوپرسونیک توغندیو تجربوي بریالیتوب سټراټیژیک ارزښت لري؛ ځکه، چې هېواد یې د سټراټیژیک وسلوال ځواک د عصري کولو دنده ګړندۍ کوي.
دغه سوپرسونیک توغندی، چې د چارشنبې پر ورځ وآزمویل شو، تر ۷۰۰ کیلومټره واټن وهلو وروسته خپلې موخې ته ورسېدو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پرون د یاد توغندي له توغېدو وروسته دا کار وغانده او دا هڅه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو سرغړونه ونوماوله او وایي، چې دا هڅه د پیونګ یانګ ګاونډ هېوادونو ته ګواښ دی.
دې سرچینې زیاته کړې؛ مونږ له شمالي کوریا سره ډیپلوماټیک چلند ته ژمن یو او له دوی څخه غواړو، چې په دې اړه خبرو ته غاړه کېدي؛ ځکه امریکا د شمالي کوریا او جاپان دفاع ته ژمنه ده.