نړۍ

شمالي کوریا پر روسیې د وسلو او مهماتو پلورل رد کړل

Published

on

(Last Updated On: وږی ۳۱, ۱۴۰۱)

شمالي کوریا د چارشنبې پر ورځ ( د وږي ۳۰) په ډاګه کړې، چې روسیې ته یې هیڅکله وسلې او مهمات ندي لېږلي او نه یې هم پلان لري.

دغه هېواد امریکا ته خبرداری ورکړی، چې د هېواد د ورانولو په هدف د افواهاتو له خپرولو دې ډډه وکړي.

د رویترز خبري آژانس په ډاګه کړې؛ د شمالي کوریا رسمي خبري آژانس د شمالي کوریا د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ په دې وروستیو کې امریکا او نورو مخالفو ځواکونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیک څخه سرغړونه کړې او د وسلو د معاملې په اړه ګونګوسي خپاره کړي. مونږ هیڅکله هم روسیې ته مهمات یا وسلې صادرې کړې ندي او مونږ داسې کوم پلان نلرو.

د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پتېل ​​ادعا کړې وه، چې روسیه له شمالي کوریا څخه په میلیونونو راکتونه او توپونه اخلي، چې د اوکراین په جګړه کې ترې کار واخلي.

له هغې وروسته د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي اعلان وکړ؛ شونې ده، چې روسیه له شمالي کوریا څخه دا ډول وسلې وپېري.

هغه زیاته کړې؛ داسې کومه نښه نشته، چې دا وسلې خامخا اخیستل شوې وي او یا په اوکراین کې کارېدلي وي.

روسیې هم دا ډول ادعاوې رد کړي او له امریکا یې غوښتي، چې په دې اړه شواهد وړاندې کړي.

روسیې او شمالي کوریا په دې وروستیو کې خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي.

تېره میاشت د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ته یو لیک استولی و، چې په کې یې لیکلي وه؛ دواړه هېوادونه به د ګډو هڅو له لارې خپلې هر اړخیزې او رغنده دوه اړخیزې اړیکې پراخې کړي.

د پوتین په ځواب کې، کیم جونګ اون لیکلي: په ورته وخت کې له موجوده ګواښونو سره د مبارزې لپاره ګډې هڅې، ستراتیژیکې او تاکتیکي همکارۍ، د دواړو هېوادونو ترمنځ ملاتړ او پیوستون نوې کچې ته رسیدلی دی.

Trending

Exit mobile version