نړۍ
شمالي کوریا پر روسیې د وسلو او مهماتو پلورل رد کړل
شمالي کوریا د چارشنبې پر ورځ ( د وږي ۳۰) په ډاګه کړې، چې روسیې ته یې هیڅکله وسلې او مهمات ندي لېږلي او نه یې هم پلان لري.
دغه هېواد امریکا ته خبرداری ورکړی، چې د هېواد د ورانولو په هدف د افواهاتو له خپرولو دې ډډه وکړي.
د رویترز خبري آژانس په ډاګه کړې؛ د شمالي کوریا رسمي خبري آژانس د شمالي کوریا د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ په دې وروستیو کې امریکا او نورو مخالفو ځواکونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیک څخه سرغړونه کړې او د وسلو د معاملې په اړه ګونګوسي خپاره کړي. مونږ هیڅکله هم روسیې ته مهمات یا وسلې صادرې کړې ندي او مونږ داسې کوم پلان نلرو.
د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پتېل ادعا کړې وه، چې روسیه له شمالي کوریا څخه په میلیونونو راکتونه او توپونه اخلي، چې د اوکراین په جګړه کې ترې کار واخلي.
له هغې وروسته د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي اعلان وکړ؛ شونې ده، چې روسیه له شمالي کوریا څخه دا ډول وسلې وپېري.
هغه زیاته کړې؛ داسې کومه نښه نشته، چې دا وسلې خامخا اخیستل شوې وي او یا په اوکراین کې کارېدلي وي.
روسیې هم دا ډول ادعاوې رد کړي او له امریکا یې غوښتي، چې په دې اړه شواهد وړاندې کړي.
روسیې او شمالي کوریا په دې وروستیو کې خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي.
تېره میاشت د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ته یو لیک استولی و، چې په کې یې لیکلي وه؛ دواړه هېوادونه به د ګډو هڅو له لارې خپلې هر اړخیزې او رغنده دوه اړخیزې اړیکې پراخې کړي.
د پوتین په ځواب کې، کیم جونګ اون لیکلي: په ورته وخت کې له موجوده ګواښونو سره د مبارزې لپاره ګډې هڅې، ستراتیژیکې او تاکتیکي همکارۍ، د دواړو هېوادونو ترمنځ ملاتړ او پیوستون نوې کچې ته رسیدلی دی.
نړۍ
د هاګ محکمې څارنوال د حماس او اسرائیلو د مشرانو د نیولو غوښتنه کړې
د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال د دوشنبې پر ورځ د غویی یودېرشمه د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په ګډون د هغه دفاعي مشر او د حماس درې مشران پر جنګي جرمونو تورن کړي او د هغو د نیولو امر يې کړی دی.
د دې محکمې څارنوال کریم خان په غزه کې له اووه میاشتنۍ جګړې وروسته څرګنده کړې، چې دغه پېنځه کسان د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو پر تور د نیولو وړ دي.
نوموړی وایي، چې د اسرائیلو د دفاع وزیر یواف ګالنټ او د نتانیاهو او د حماس درې مشران یحی سنوار، محمد المصري او اسماعیل هنیه د نیولو غوښتنه شوې ده.
نوموړي دا هم ویلي، چې دوی له اوکتوبر راپدیخوا په روانه جګړه کې د جنګي او بشري ضد جنایتونو مسوول دي.
هغه وایي؛ راټول شوي شواهد ښیي، چې اسرائیلو په سیسټماتیک ډول ملکي وګړي له خوړو، اوبو، درملو او انرژۍ په ګډون د انسان د بقا لپاره له اړینو توکو څخه بې برخې کړي دي.
دغه راز نوموړي ویلي؛ د حماس مشران هم د ترسره شويو جرمونو مسوولیت پر غاړه لري، چې پر وژنو، یرغمل نیولو، ځورونې، جنسي تېري او نورو اعمالو تورن دي.
د اسرائیلو او فلسطین مشرانو د جنګي جرمونو تورونه رد کړي او د دواړو خواوو استازو د کریم خان پر پرېکړه نیوکه کړې ده.
نتانیاهو ویلي: زه په هاګ کې د ډیموکراټیک اسرائیلو او د حماس د ډلهییزو وژونکیو ترمنځ د څارنوال دا پرېکړه ردوم.
نوموړي دا هڅه د حقیقت بشپړ تحریف وباله.
د امریکا ولسمشر جو بایډن دا قانوني ګام “ناوړه” بللی. په داسې حال کې، چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي، چې دا پرېکړه به په غزه کې د یرغملو او اوربند په اړه خبرې له خطر سره مخ کړي.
د هاګ نړیواله محکمه په نړۍ کې د جنګي جرمونو د څېړلو لومړنۍ دایمي محکمه ده. د نړې ۱۲۴ غړي هېوادونه مکلف دي، چې مطلوب کس سمدلاسه ونیسي؛ که څه هم دوی د غړیو هېوادونو په خاوره کې وي.
دا محکمه یوازې هغه وخت ګام پورته کوي کله، چې یو دولت نه غواړي یا په رښتیني توګه نشي کولی پخپله دا کار وکړي.
اسرائیل او د دوی اصلي متحد امریکا د چین او روسیې په ګډون د دې محکمې غړي ندي.
د دې محکمې غړي هېوادونه په تېرو وختونو کې د هغو شکمنو کسانو په سپارلو کې پاتې راغلي، چې د سوډان پخواني ولسمشر عمر بشیر په ګډون د دوی خاورې ته ننوتلي، چې له ۲۰۰۵ راپدیخوا د جنګي جرمونو او نسل وژنې پر تور غوښتل شوي دي.
دې محکمې په تېرو ۲۱ کلونو کې هیڅکله یو لویدیز چارواکی ندی تورن کړی.
ویل کیږي، چې د غزې په جګړه کې لږ تر لږه ۳۵ زره فلسطینیان وژل شوي او مرستندویه ادارو هم د پراخې لوږې او د تېلو او طبي توکو د سخت کمښت خبرداری ورکړی دی. د اسرائیلو د څرګندونو له مخې؛ د اکتوبر پر اوومه د حماس په مشرۍ په بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور یرغمل دي.
نړۍ
د چورلکې په راغورځېدو کې د ایران د ولسمشر مړینې غبرګونونه راوپارول
رویټرز د دوشنبې پر ورځ د چارواکو او دولتي رسنیو له قوله ویلي: د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، چې له اوږدې مودې راپدیخوا د ستر مذهبي مشر ایتالله عليخامنهیي بالقوه ځای ناستی ګڼل کېده؛ د آذربایجان پولې ته څېرمه په غرنۍ سیمه کې د چورلکې د راغورځېدو په پېښه کې مړ شو.
د دې خبر په اړه لاندې غبرګونونه رامنځته شوي دي:
د فلسطين د ادارې مشر محمود عباس، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، د عراق د کردستان سيمې ولسمشر نيشروان بارزاني، د عرب ليګ، د ماليزيا لومړي وزير، د جاپان حکومت او د وینزویلا ولسمشر په دې اړه پیغامونه خپاره کړي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هم په دې اړه خواشيني څرګنده کړې او څرګندوي، چې چينايانو يو ښه ملګری له لاسه ورکړ.
د اروپايي شورا رییس چارلس میشل هم ویلي: اروپایي ټولنه د ولسمشر رییسي او د بهرنیو چارو د وزیر امیر عبداللهیان او د دغه پلاوي له نورو غړیو او سپرلۍ د مړینې له کبله خپله ژوره خواشیني څرګندوي.
د مصر ولسمشر، د لبنان حزب الله، د سریلانکا ولسمشر او د اردن پاچا هم د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي دي. د پاکستان حکومت یوه ورځنی ماتم او د سوریې حکومت درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.
حماس په یوه خبرپاڼه کې د ایران ستر رهبر علي خامنهيي، د ایران حکومت او د ایران خلکو ته پر دې لوی غم خپله ژوره خواخوږي او پیوستون وړاندې کړی دی.
دوی د ایران د مړ شویو مشرانو ستاینه وکړه او څرګندوي، چې دوی د فلسطینیانو ملاتړ او د اسرائیلو پر وړاندې یې ټینګار کړی او باور یې څرګند کړ، چې د ایران ژورې ریښې لرونکې ادارې د دې توان لري، چې د دې لوی غم پر زغم بریالي شي.
د یمن د حوثيانو د سترې انقلابي کمیټې مشر محمد علي الحوثي په ایکس پاڼه کې لیکلي: مونږ د ایران خلکو، د ایران مشرتابه او د ولسمشر رییسي او ورسره مل پلاوي کورنیو ته د هغوی د مړینې په اړه خپله ژوره خواخوږي او خواشیني وړاندې کوو. له الله پاکه د دوی کورنیو ته د زړه صبر او زغم غواړو. بیشکه مونږ د الله یوو او د هغه لوري ته ورګرځو. د ایران خلک به د پاک الله پر اراده د خپلو خلکو وفادار مشرانو ته وفادار پاتې شي.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په ایکس پاڼه کې لیکلي: د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر ډاکټر سید ابراهیم رییسي پر غمجنه مړینه خواشینی او خواخوږی شوم. د هند – ایران دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا کې د هغه ونډه به تل یاده وي. د هغه کورنۍ او د ایران خلکو ته د زړه له کومې تسلیت وایم. هند د غم په دې وخت کې له ایران سره ولاړ دی.
اسلامي امارت هم د خواخوږۍ او خواشینۍ تر څنګ څرګنده کړې، چې په دې سختو شېبو کې د ایران له خلکو سره یوو او د دغې پېښې ټولو قربانیانو ته د مغفرت او د هغوی کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه کوو.
نړۍ
د سعودي او امریکا چارواکو په غزه کې پر جګړه او دوه اړخیزې هوکړې خبرې وکړې
د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس د یکشنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان په غزه کې د اسرائیلو پر جګړې او دوه اړخیزې هوکړې خبرې اترې کړې دي.
د یوې خبرپاڼې له مخې: د سعودی عربستان په ظهران ښار کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو هوکړو د مسودې نیمه وروستۍ بڼه، چې تقریباً د وروستي کېدو په حال کې ده؛ وارزول شوه.
واشنګټن او ریاض د یوې پراخې هوکړې د یوې برخې په توګه د امریکا د امنیتي ډاډ او ملکي اتومي مرستو په اړه خبرې کړي، چې هیله لري د سعودي او اسرائیلو د اړیکو د عادي کیدو لامل شي.
د سعودي ولیعهد او د امریکا د ولسمشر جوبایډن ستر امنیتي سلاکار د اسرائیلو او فلسطینیانو لپاره د دوه دولتونو د حل لارې د موندلو، په غزه کې د حماس پر ضد د جګړې د بندولو او د بشري مرستو د رسولو د اسانتیا په اړه هم خبرې وکړې.
رویټرز د دې میاشتې په پیل کې راپور ورکړی و، چې د بایډن اداره او سعودي عربستان د اټومي هوکړې د وروستي کولو په لټه کې دي. په داسې حال کې، چې د اسرائیل او سعودي اړیکو عادي کول په شک کې پاتې دي.
سپینې ماڼۍ د جمعې پر ورځ څرګنده کړې وه، چې سالیوان به سعودي عربستان او اسرائیلو ته سفر وکړي ، چې د غزې په ګډون د دوه اړخیزو او سیمهییزو مسلو او په سیمه کې د تلپاتې سولې او امنیت د ترلاسه کولو پر هڅو خبرې وکړي.
-
لوبی2 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
تازه خبرونه5 days ago
سر له سبا د ترکيي هوايي شرکت افغانستان ته رسمي الوتنې پیلوي
-
نړۍ5 days ago
د چورلکې په راغورځېدو کې د ایران د ولسمشر مړینې غبرګونونه راوپارول
-
تازه خبرونه4 days ago
د شانګهای همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د ثبات پر ټینګښت خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days ago
د تېرو لس ورځو په سېلابونو کې ۵۶۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه2 days ago
فلسطیني دولت باید د خبرو له لارې راجوړ شي – امریکا
-
تازه خبرونه3 days ago
آریانا او آریانا نیوز ټلویزیوني شبکې د آسیاویژن میاشتنۍ جایزه وګټله
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې په افغانستان اتلانو لیګ کې میوند ته ۱۰- ۲ ماتې ورکړه