نړۍ

شمالي کوریا په نړۍ کې د خپلو څو سفارتونو د تړلو هوډ لري

Published

on

د رسنیو د راپورونو او شنونکیو د څرګندونو له مخې؛ شمالي کوریا په هسپانیا، هانګ کانګ او د آفریقا په څو هېوادونو کې خپل ۱۲ سفارتونه تړي، چې دا کار به په بهر کې د پیونګ یانګ دیپلوماتیک شتون ۲۵ سلنه راکم کړي.

د سویلي کوریا د یووالي وزارت د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د شمالي کوریا د دیپلوماتیکو ماموریتونو وروستي تړل کېدا د دې نښه ده، چې دا ګوښه شوی هېواد د نړیوالو بندیزونو له کبله په بهر کې د پیسو ګټل ځانته ستونزمنوي.

د دوشنبې په ورځ، د شمالي کوریا دولتي رسنۍ KCNA څرګنده کړې، چې د هېواد سفیرانو تېره اوونۍ د انګولا او بوګاندا له مشرانو سره الوداعي ملاقاتونه وکړل او په دواړو افریقایي هېوادونو کې سیمه‌ییزو رسنیو د شمالي کوریا د سفارتونو له تړلو خبر ورکړ.

دغه راز په یوه راپور کې راغلي، چې ښايي د نړیوالو بندیزونو له کبله له ۱۲ ډېر ماموریتونه وتړل شي.

د جنوبي کوریا د یووالي وزارت، چې د کوریاګانو تر منځ چارې اداره کوي ویلي، چې د شمالي کوریا وتل د نړیوالو بندیزونو اغېز منعکسوي، چې هدف یې د اتومي پروګرامونو لپاره د تمویل کمی دی.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ شمالي کوریا له ۱۵۹ هېوادونو سره رسمي اړیکې لري؛ خو له انګولا او یوګاندا څخه د وتلو تر مهاله یې په بهر کې ۵۳ سفارتي ماموریتونه او درې قونسلګرۍ او درې د استازولې دفترونه لري.

 

Trending

Exit mobile version