تازه خبرونه
شهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په لیدنه کې پر ترهګرۍ خبرې وکړې
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ویلي، شریف دغه څرګندونې د چارشنبې پر ورځ په اسلامآباد کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټرش سره په لیدنه کې کړې دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ټینګار کړی، چې سولهییز او باثباته افغانستان د پاکستان پر ګټه دی؛ خو په ورته وخت کې یې له هغو ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د« ځانګړو او د تائید وړ» هڅو غوښتنه کړې، چې له افغانستان څخه فعالیت کوي.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ویلي، شریف دغه څرګندونې د چارشنبې پر ورځ په اسلامآباد کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټرش سره په لیدنه کې کړې دي.
د پاکستان لومړي وزیر د هغه څه په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې، چې نوموړي« له افغانستان څخه راولاړه ترهګري» بللې ده.
هغه ویلي؛ پاکستان د سولهییز او باثباته افغانستان غوښتونکی دی؛ خو ټینګار یې کړی: د هغو ډلو پر وړاندې باید ځانګړې هڅې ترسره شي، چې اسلامآاباد یې له افغانستان څخه پر بریدونو ترسره کولو تورنوي.
د اسلامي امارت چارواکو پر ځلونو هغه ادعاوې رد کړي، چې ګواکې له افغانستان څخه وسلهوالو ډلو ته د نورو هېوادونو پر وړاندې د فعالیت اجازه ورکول کېږي.