تازه خبرونه
شوروي پوځيان له افغانستان څخه نامسوولانه ووتل- اشرف غني
د افغانستان ولسمشر اشرف غني څرګنده کړې؛ شوروي پوځيانو په داسې حال کې افغانستان پرېښود، چې د نظام د پايښت لپاره یې هیڅ بدیل نه و پریښی.
څلورلسیزې پخوا شوروي اتحاد د هند تودو اوبو ته د رسيدلو لپاره پر افغانستان پوځي یرغل وکړ. شوروي پوځيان نهه کاله په يوه خونړۍ جګړه کې ښکېل شول؛ خو د ۱۳۶۷ لمریز هجري کال د سلواغې پر شپږ ویشتمه اړ شول، چې له افغانستان ووځي.
له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۲ کلیزې په مناسبت ولسمشر اشرف غني په یوه ټلویزیوني پیغام کې څرګنده کړې: دا، چې د شوروي سرتېرو وتل مسوولانه نه ول او د هېواد راتلونکي ته هم کوم تدبیر نه و نیول شوی؛ نو افغانستان په څو اړخیزه کورنۍ جګړه کې ښکېل شو، چې په پایله کې یې د امنیتي ځواکونه، ملي بنسټونه او د افغانستان بېخبنا له منځه ولاړه. اوس باید پرېکړې ته پوره پاملرنه وشي.
هغه زیاته کړې: زمونږ د خلکو موخه له جهاده دا وه، چې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د خلکو د خوښې نظام رامنځته، پوځي او ملکي بنسټونه پیاوړي او وساتل شي.
هغه دا هم په ډاګه کړې: په هېواد کې د جګړې د پای او سولې ته د رسیدو وخت راغلی او مونږ به تلپاتې سولې ته رسیږو.
د جمعیت اسلامي ګوند ځينې غړي وايي، چې افغانستان له دوه دېرش کاله پخوا حالت سره مخ دی او دوی طالبانو ته وايي، چې د جګړې له لارې بری نشی تر لاسه کولی او باید د سولې لار غوره کړي.
غونډې ته د ولسمشر پخواني مرستیال محمد یونس قانوني ویلي، چې د افغانستان سیاسي لید اوسمهال ډېر حساس دی او وایي؛ د طالبانو مشرتابه باور لري، چې کړکېچ د خبرو اترو له لارې حل کیدلی شي، خو د طالبانو ځوان غړي غواړي تاوتریخوالی روان وساتي.
پخواني مرستيال ولسمشر قانوني دا هم ويلي، چې طالبان د جګړې له لارې واک ته نشي رسیدی.
یونس قانوني زیاته کړې؛ په خواشینۍ، چې د دوحې خبرې د پر ټپه ولاړ حالت سره مخ شوي او لامل یې هم دا دی، چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه باید ووځي. جګړه د حل لار نده او دا ناشونې ده، چې افغانستان د جګړې له لارې خپل کړئ.
د جمعیت اسلامي د رهبرۍ شوری مشرعنایت الله شاداب ویلي؛ طالبانو وروڼو ته مې پیغام دادی او ترې غواړم، چې راشئ له وینو تویېدو لاس واخلئ، نورو هېوادونو ته له تګه ډډه وکړئ او راشئ له افغانانو سره خبرې وکړئ.
شورويان دوه دېرش کاله پخوا له افغانستان ووتل؛ خو د جګړې اور اوس هم لمبي وهي او د سولې پیل شوې هڅې ناهیلي کوونکي دي.
د جمعیت اسلامي د رهبرۍ شوری غړی سید ابراهیم عماد ویلي؛ د افغانستان د خلکو جهاد یوه ستره لاسته راوړنه وه، چې نن باید سیاسیون له تاریخه د تجربې پر اخیستو افغانستان ته ثبات رامنځته کړي.
جهادي قومندان محب رحمان وایي: خواشینی یم، چې اوسنی نظام او یو شمېر خلک؛ مجاهدین جنګسالار بولي. په داسې حال کې، چې مونږ هېواد ژغورلی او ترې مو ساتنه کړې ده.
طالبانو هم له افغانستان څخه د شوروي پوځيانو د وتلو په ویاړ اعلامیه خپره کړې او افغانانو ته یې د دغې ورځې مبارکې ویلې او څرګندوي، چې افغانانو شوروي اتحاد مات کړ او اوسني جهاد به د امریکایانو تر وتلو پورې روان وي.
تازه خبرونه
د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
نن سېشنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بختالرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.
تازه خبرونه
په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.
-
تازه خبرونه5 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه5 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
لوبی2 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
نړۍ5 days agoپر کابل هوایي ډګر برید کوونکی محمد شریفالله په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد امریکا او حوثیانو استازو په عمان کې پټه لیدنه کړې
-
تازه خبرونه4 days agoد قطر یوه لوړپوړي چارواکي له کورنیو چارو وزیر سره ولیدل
-
نړۍ1 day agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
