تازه خبرونه
صداقتکابل د سرپلباستان او پیروزيپنجشیر د اتحادهرات پر وړاندې بریا خپله کړه
(Last Updated On: کب ۱, ۱۴۰۱)
د افغانستان فوتسال غوره لیګ د دوهیم پړاو د دوهیمې اوونۍ په لړ کې د صداقتکابل لوبډلې د سرپل باستان لوبډلې ته د ۷-۳ پر توپیرماته ورکړه او د دوهیم ځل لپاره یې پر ۶ نمرو بریا خپله کړه.
دغه لوبه د یکشنبې پر ورځ (د سلواغې ۳۰ ) د افغانستان د فوتبال فدراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
د افغانستان فوتسال غوره لیګ د دوهیمې اوونۍ په دوهیمه لوبه کې د پیروزيپنجشیر لوبډلې په یوه نږدې لوبه کې د دفاع اتل اتحادهرات لوبډلې ته ۱ د ۲ پر توپیر ماتې ورکړه او پر ۴ نمرو یې ترې بریا خپله کړه.
د افغانستان فوتسال غوره لیګ په دوهیم فصل کې ۱۰ لوبډلې برخه لري، چې سعادتنیمروز، زیتونکابل، ظاهراسدکابل، سرپلباستان، اتحادهرات، جوانانخراسانبغلان، عصرجدیدغزني، پیروزيپنجشیر، صداقتکابل او شمسهرات په کې لوبیږي.
دا سیالۍ هره ورځ مازیګر ۳:۳۰ او ۵:۳۰ بجې پر ژوندۍ او انحصاري بڼه له آریانا تلویزیون څخه خپریږي.