تازه خبرونه
صدیقي: د کابل د امنیت ټینګښت د ټولو امنیتي بنسټونو دنده ده
د کورنیو چارو وزارت وایي، د ملي امنیت په شورا کې به د دوی د امنیتي طرحې په تصویب سره په هېواد کې امنیتي وضعه ښه شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د ملي امنیت د سرپرست د څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي یې و، (کابل ښار ته تلونکې زیاتره لارې نه کنترولیږي)، څرګنده کړه چې د کابل د امنیت ټینګښت د ټولو امنیتي بنسټونو دنده ده او باید امنیتي بنسټونه په دې برخه کې یو شان هڅې وکړي.
د ملي امنیت د لوی ریاست سرپرست د چهارشنبې په ورځ په ولسي جرګه کې ټینګار وکړ چې کابل ښار له څو ناحیو څخه تر ګواښ لاندې دی او د دغه ښار له څه باندې شلو دروازو یوازې څلور یې د پولیسو له خوا کنترولیږي.
په همدې حال کې د کابل د پولیسو قومندان چې د پنجشنبې د پیښې د ټپي شویو سرتیرو د پوښتنې لپاره د ایمرجنسي روغتون ته تللی و، وویل، د امنیت د تینګښت لپاره به هڅې نورې هم تیزې شي.
دا په داسې حال کې ده چې کابل ښار کې په وروستیو کې زیات ځانمرګي بریدونه شوي دي.