تازه خبرونه

صدیقي: په تېره یوه اوونۍ کې پنځوس وسله وال مخالفین وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونه دا مهال په څو ولایتونو کې له وسلوالو سره په سختو نښتو کې ښکېل دي او په وروستۍ یوه اوونۍ کې پنځوس وسلوال مخالفین وژل شوي او له یو سلو پنځوسو زیات ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایی، که څه هم امنیتي ځواکونه سږ کال په زیاترو سیمو کې د وسلوالو له بریدونو سره مخامخ شول، خو مخالفینو ونه شوای کړی چې یوه ولسوالۍ هم ونیسي.

صدیقي وایي، پولیسو د نشه یی توکو دوه قاچاق وړونکي او یوسلو اته شپیته نور د نشه یی توکو د پلور په تور نیولي دي.

روان کال افغان ځواکونو ته برخلیک ټاکونکی دی، کوم کال چې بهرني ځواکونه د جګړو له میدان وتلي او د ټول هېواد امنیتی مسولیتونه یې افغان لوري ته سپارلي دي.

په وروستیو کې په بدخشان، کندز، بغلان او هلمند ولایتونو کې امنیتی ځواکونو اته نوي عملیات تر سره کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، د دې عملیاتو په ترڅ کې وسلوالو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسلوالو سږ کال غوښتل د خپلو پراخو او پرله پسې بریدونو له لارې د هېواد ځینې سیمې ونیسي او د څان لپاره خوندي ځای جوړ کړي، خو زیاتره دا بریدونه له ناکامي سره مخامخ شوي دي.

امنیتي ځواکونو د وسلوالو دا هڅه شنډه کړې چې غوښتل یې سیمې ونیسي.

بل خوا پولیسو د تورو ښیښو لرونکو موټرو د ښیښو د سپینولو عملیات په مرکز او ولایتونو کې پیل کړي دي.

پولیسو له دوو اوونیو را په دیخوا د نشه یی توکو د پلورونکو او قاچاق وړونکو د نیولو عملیات هم پیل کړي چې تر اوسه یوسلو پنځه شپیته تنه د نشه یی توکو د پلور په تور نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، کابل کې د نشه یی توکو ضد ځانګړو پولیسو د سې شنبې په ورځ د نشه یی توکو دوه ستر قاچاق وړونکي نیولي دي.

پولیسو دا رنګه یو زرو درې سوه کیلو ګرام نشه یی توکي تر لاسه کړي دي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version