نړۍ
صنعا ښار ته نږدې د هوايي بریدونو له کبله ۷۲ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د حوثیانو اړوند صبا خبري آژانس د شنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې په دې بریدونو کې د صنعا ختیځ د بنيحشیش ښارګوټی پر نښه شوی او ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.
د حوثیانو تر ادارې لاندې د روغتیا وزارت ویلي، چې د سعودي عربستان لهخوا پر یوه استوګنیزه سیمه د هوايي بریدونو له کبله، چې د یمن پلازمېنې صنعا ته نږدې ده؛ لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي.
د حوثیانو اړوند صبا خبري آژانس د شنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې په دې بریدونو کې د صنعا ختیځ د بنيحشیش ښارګوټی پر نښه شوی او ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.
د حوثیانو روغتیايي چارواکو ویلي، چې یو شمېر قربانیان اوس هم د ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې دي او د ژغورنې د عملیاتو پر مهال یو شمېر مرستندویان هم ټپیان یا وژل شوي دي.
په صنعا کې د «صحتنا» روغتون رییس عبدالعزیز الدیلمي ویلي، چې یو شمېر ټپیان د سر، سینې او پښو په برخو کې له سختو ټپونو سره دغه روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
رویټرز خبري آژانس ویلي، چې نهشي کولی د دغو بریدونو او د قربانیانو د شمېر راپور خپلواکه تائید کړي.
د سعودي عربستان د نړیوالو اړیکو مرکز هم ویلي، چې دغه راپور څېړي.
د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ تازه نښتو په ۲۰۲۲ز. کال کې د ملګرو ملتونو پر ملاتړ رامنځته شوی اوربند له ننګونې سره مخ کړی، چې تر ډېره یې د دواړو لوریو ترمنځ بریدونه درولي وه.
حوثیانو په وروستیو میاشتو کې د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو او د تېلو پر تاسیساتو راکټي او بېپیلوټه بریدونه کړي او ریاض هم د خپلو یمني متحدانو پر ملاتړ په یمن کې هوايي بریدونه کړي دي.
دغو نښتو د سیمې د کړکېچونو او د امریکا او ایران د جګړې له پراخېدا وروسته زور اخیستی او په یمن کې یې بشري ناورین یو ځل بیا سخت کړی دی.
د کډوالۍ نړیوالې ټولنې هم د اوکټوبر په میاشت کې راپور ورکړی و، چې د تازه نښتو له کبله د بېځایه شویو کسانو شمېر له ۲۰۰ زره اوښتی دی.
یمن، چې له نړۍوالو سختو بشري ناورینونو سره مخ دی؛ یو ځل بیا د ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې او د کورنیو د بېځایه کېدو له زیاتېدا سره مخ شوی دی.