سیمه ییز خبرونه
طالبانو ته د پاكستان د لاسپوڅو خطاب په حقيقت كې پاكستان ته امتياز وركول دي- مژده
سياسي كار پوه وحيد مژده په قطر كې د وسله والو طالبانو او امريكا ترمنځ د خبرو د بيا پيليدو له څېړنيز كنفرانس وروسته كابل ته راستون شو.
نوموړي د دوشنبې په ورځ(د ليندۍ۶) په يوه ځانگړې ناسته كې وويل، چې:
له دوه زره نهم ميلادي كال راهيسې په قطر كې د سياسي دفتر د پرانيستې غوښتنه او وسله والو طالبانو ته د پاكستان د لاسپوڅو خطاب په حقيقت كې پاكستان ته امتياز وركول دي.
دهغه په باور وسله والو طالبانو په دې وروستيو كلونو كې د پاكستان د غوښتنو خلاف كارونه كړي دي.
د هغه په وينا:
طالبان هم په دې باوردي، چې جگړه د حل لارنده.
په قطر كې يو نوى جوړشوي بنسټ، چې د اسلامي هېوادونو په ځانگړي توگه د عربي هېوادونو مسايل څېړي؛ دا ځل يې په قطر كې د وسله والو طالبانو او امريكا ترمنځ د خبرو د بيا پيليدو پرشونتياوو، څېړنيز كنفرانس جوړ كړى و.
په پاكستان كې د طالبانو پخوانى سفيرملا عبدالسلام ضعيف، د هغه وخت د بهرينو چارو وزير وكيل احمد متوكل او سياسي كارپوه وحيد مژده دغه كنفرانس ته بلل شوي ول.
سياسي كاپوه وحيد مژده څرگنده كړه، چې:
د كنفرانس په لړ كې د وسله والو طالبانو د سياسي دفتر له لس كسيز پلاوي سره ليدل شوي دي. كه په قطر كې د وسله والو طالبانو له سياسي دفتر سره توافق وشي، طالبان تيار دي، چې خبرې پيل كړي.
د هغه په وينا:
په كورد ننه او بهرځينې كسان شته، چې د افغان اړخونو ترمنځ د خبرو او سولې د رامنځته كيدو مخالفت كوي.
د هغه په باور:
كه په قطر كې د وسله والو طالبانو د سياسي دفتر له پرانيستي سره امريكا توافق وكړي او د امريكا او طالبانو ترمنځ د خبرو د بيا پيليدو شونتياوې برابرې شي، وسله وال طالبان تياردي، چې له افغان دولت او د دولت له مخالف سياسي اپوزيسيون سره هم خبرې وكړي.
په داسې حال كې، چې افغان دولت پاكستان د وسله والو طالبانو ملاتړى بولى؛ خو مژده دا مسئله يوازې پاكستان ته له اميتاز وركولو پرته بل څه نه بولي.
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې په قطر كې د وسله والو طالبانو لپاره د سياسي دفتر له پرانيستې سره افغان دولت هم موافقه ښودلې وه؛ خو د نا معلومو دلايلو له كبله دا بهير وځنډيده.