تازه خبرونه

طالبانو درې نیم میلیون ماشومان له واکسینه بې برخې کړي – روغتیا وزارت

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۴, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې، چې د ګوزڼ واکسین له پلي کولو سره د طالبانو د مخالفت له کبله په هېواد کې درې نیم میلیون ماشومان بې برخې شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ څانګې معلومات ښيي ؛ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې وسلوال طالبان کور پر کور د ګوزڼ واکسین له کمپاین سره مخالفت کوي، چې له کبله یې درې نیم میلیون ماشومان له واکسینه بې برخې پاتې شوي.

د ګوزڼ څانګې مسوولین وايي، چې طالبانو د همکارۍ ژمنې کړې؛ خو په عمل کې یې ورسره ورو ورو مخالفتونه ډېر شوي او د واکسین مخه یې نیولې ده.

د ګوزڼ څانګې د عامه پوهاوي مسوول میرجان راسخ ویلي؛ د پکتیا، میدان او وردګ ولایتونو ماشومان هم د طالبانو د مخالفت له کبله واسین شوي ندي.

تېره اوونۍ په ټول افغانستان کې د ګوزڼ واکسین پیل شو، چې ویل کیږي په وردګ، پکتیا، غزني، هلمند، کندهار، کندوز، تخار او پکتیکا ولایتونو کې یې طالبانو مخالفت کړی دی.

د پکتیا مدني فعال سید جمال آصف خېل ویلي؛ طالبانو په خپلو تر څارنې لاندې سیمو کې د دغه بهیر مخه نیولې ده. زمونږ غوښتنه داده، چې له واکسینه پاتې ماشومانو ته د واکسین کولو اجازه ورکړي.

د واکسین دا کمپاین، چې یوه اوونۍ دوام لري، په بامیان، غور او دایکنډي کې د سړې هوا او واورو له کبله پلي شوی ندی.

له دې مخکې د طالبانو د قطر دفتر ویاند په یوه ټویټ کې څرګنده کړې وه؛  دوی د واکسین له کار کوونکیو سره همکارۍ ته چمتو ديی. طالبان د واکسین له کار کوونکیو غواړي، چې د کورونو پر ځای په جوماتونو او نورو عامه ځایونو کې ماشومان واکسین کړي او د کور پر کور له کمپاین سره یې؛ ځکه مخالفت کړی، چې په ځينو مواردو کې له دې ډول کمپاینونو ناوړه ګټه بورته شوې ده.

Trending

Exit mobile version