تازه خبرونه
طالبانو د دوو مسافر وړونکو بسونو سپرلۍ له ځان سره وړې دي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
وسله والو طالبانو د ميمنې شبرغان په لاره نن مازيګر پنځه نيمې بجې، د دوو مسافر وړونکو بسونو سپرلۍ له له موټر کوزې کړې او له ځان سره يې بوولې دي.
د فاریاب د ولايتي شورا يوه غړي له آريانا نيوز سره په ټليفوني اړيکه کې د دې خبر پخلی وکړ زياته يې کړه چې طالبانو مسافرين د اندخوی ولسوالۍ لور ته له ځان سره بوولې دي او تر اوسه يې برخليک معلوم شوی نه دی.