سیمه ییز خبرونه
طالبانو د قیصارولسوالې په پېنځه كيلومترې كې د دولت د حاكميت كړې تنگه كړې
د فارياب د قيصار ولسوالې يو شمېر اوسيدونكي وايي، طالبانو د ولسوالې په پېنځه كيلومترې كې د دولت د حاكميت كړې تنگه كړې ده .
دوى وايي د محلي چارواكو بې تفاوتي به د دغه ولسوالې د سقوط لامل شي او كه دولت په دې اړه جدي اقدام ونه كړي؛ نو فارياب به له ستونزو سره مخامخ كړي.
قيصار په فارياب كې هغه ولسوالي ده، چې په تېره يوه مياشت كې يې اوسيدونكیو په وېره او كډوالۍ كې ژوند كوي؛ شل ورځې وړاندې طالبانو د يوه پراخ بريد په ترڅ كې بريالي شول، چې محلي پوليسو ته په مرگ ژوبلې اړولو د شاخ او غوره سيمې ونيسي او زرگونه كورنې بې ځايه شي.
د فارياب د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر سمنوال محمد نعيم وايي:
وضعيت په دې كچه د اندېښنې وړ نه دى او امنيتي ځواكونه تصميم لري، چې له لاسه وتلې سيمې بېرته ونيسي.
دی، د شاخ او غوره سيمو د سقوط لامل د مرستندويه ځواكونو او د هوايي ځواكونو د همكارۍ نشتوالى گڼي .
د فارياب اوسيدونكي د والي، امنيه قوماندان او ملي امنيت د رييس په گډون د دغه ولايت چارواكي په بې كفايتې تورنوي او وايي، د سم مديريت نشتوالې د ناامنۍ د ډېروالي او د پوليسو او ملكي خلكو د مرگ و ژوبلې لامل شوى دى .
دا په داسې حال كې ده، چې ويل كيږي د دغه ولايت ځينې كليدي چارواكي د اختر په رخصتۍ تللې او تراوسه بيرته دندې ته نه دي ستانه شوي.
د یادونې وړ ده، چې د قيصار پېښې د ميمنې ښار هم اغېزمن كړى او اوسيدونكي يې انديښمن دي .