Connect with us

تازه خبرونه

طالبانو له دولت څخه د موسی کلا ولسوالي ونیوله

خپور شوی

د

7

د هلمند د موسی کلا ولسوالي هم د وسله والوطالبانوپه ولکه کې راغله، په دې ولسوالۍ کې د تېرو پنځو ورځو را په دې خوا د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه پيل شوې وه چې د چهارشنبې په ورځ تر سختې جګړې وروسته دا ولسوالي د مخالفينو په ولکه کې شوه.

 د هلمند ولايتي شورا وايي چې په دې جګړه كې تر ۲۵ پورې دولتي سرتېري وژل شوي او تر سلو پورې نور ټپيان دي.

د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مسول بشير احمد شاکر وايي چې تر سختو جګړو وروسته د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې چې شاوخوا سل تنه امنيتي سرتېري او د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان ټپيان شوي ولسوال او نور اړوند مامورين شاوخوا نهه بجې له ولسوالۍ څخه وتلي او ټپيان يې يوې امن سيمې ته لېږدولي دي.

 نوموړی زیاتوي چې د امنيتي ارګانونو تر منځ نه همغږي د چارواکو بې کفايتي او د مرکزي دولت نه پاملرنه د دې لامل شوه چې موسی کلا ولسوالي هم د وسله والو مخالفينو لاس ته ورشي.

هغه وايي كه يوه سالمه رهبري رامنځ ته نه شي نو ښايي نورې سيمې هم له ورته ګواښونو سره مخ شي.

پرهمدې مهال د يادې شوې شورا يو بل غړی عبدالمجيد آخندزاده وايي چې د نوموړې ولسوالۍ له سقوط سره د نورو ولسواليو ورته برخليک هم تړلی او که يې د مخنيوي له پاره کوټلې هڅې ونه شي د دې جګړو اور به تر لښکرګاه او نورو مرکزي سيمو پورې را ورسېږي.

پرهمدې مهال د نوموړې شورا رئيس وايي چې د تيرې ورځې راپه ديخوا په موسی کلا ولسوالۍ کې د شوې جګړې له امله ۲۵ دولتي سرتيري وژل شوي او شاوخوا ۴۰ نورټپيان دي، خوددې ولسوالۍ په اړه د هلمند د والي وياند يوازې دومره وايي چې هلته جګړه روانه ده اوهلته يولړستونزې پرځای پرتې دي.

Advertisement

تازه خبرونه

نړیوال باید د مشروع او منظمو میکانیزمونو له لارې له افغانستان سره همکاري وکړي – سراج الدین حقانې

د دې وزارت چارسمبالي له نړیوالو سره د همکارۍ په اړه ویلي، چې نړیوال باید د مشروع او منظمو میکانیزمونو له لارې له افغانستان سره د اقتصادي ودې او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني او ورسره مل پلاوي د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د قومي مخورو او سيمه ييزو مسوولينو په جوړې شوې غونډه کې ګډون وکړ.

د دې وزارت چارسمبالي له نړیوالو سره د همکارۍ په اړه ویلي، چې نړیوال باید د مشروع او منظمو میکانیزمونو له لارې له افغانستان سره د اقتصادي ودې او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ولسي غونډه کې قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځایي اوسېدونکیو په هېواد کې د خوندي امنیت او ثبات په برخه کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې او د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي ته یې د ملاتړ او همکارۍ د ډاډ څرګندولو تر څنګ د متوازن انکشاپ او بنسټيزو پروژو  پلې کېدا ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.

سراج الدین حقاني راغلي امنيت الهي نعمت ياد کړ او وایي، له بې روزګارۍ او ستونزو سره - سره اميدونه هم ډېر دي.

هغه ټينګار وکړ، چې د نا امېدۍ پر ځای ولس او حکومت بايد په ګډه کار وکړي.

نوموړي د ښه راتلونکي او پر ځان بسياينې په موخه د کاني او اقتصادي پرمختګ او په سیمه‌ییزه او ملي کچه د ستونزو حل او يو شمېر پروژو د پلې کېدو او کاري بوختياوو رامنځته کېدو په برخه کې د شته ستونزو د حل ژمنه وکړه.

ویل کیږي، چې شته وضعيت د هیواد د یووالي او وحدت لپاره یو ښه فرصت او وفاداره پاتې کېدل ورته د ټولو اړتیا ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

سږ کال په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون کسان  بشري مرستو ته اړتیا لري – روزا اتنبایوا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي  یا یوناما مشرې روزا اوتنبایووا ویلي، چې سږ کال په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون کسان بشري مرستو ته ضرورت لري. د دې لپاره ملګرو ملتونو د درې میلیارډ ډالرو غوښتنه کړې وه، چې تراوسه يي دا پیسې تر لاسه کړې ندي.

Published

on

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندو یه پلاوي یا یوناما مشرې امنیت شورا ته د درې میاشتني راپور د وړاندې کولو پر مهال د افغانانو پر اقتصادي وضعیت د اندېښنې ښکاره کولو تر څنګ ویلي؛ سږ کال په افغانستان کې له ۲۳ میلیون ډېر کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي  یا یوناما مشرې روزا اوتنبایووا ویلي، چې سږ کال په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون کسان بشري مرستو ته ضرورت لري. د دې لپاره ملګرو ملتونو د درې میلیارډ ډالرو غوښتنه کړې وه، چې تراوسه يي دا پیسې تر لاسه کړې ندي.

میرمن او تنبایووا وایي، چې  ژمی راروان دی او افغانستان ته له ګاونډ هېوادونو د سلګونه زره کډوالو له ستنېدو سره به اقتصادي ستونزې نوره هم ډېره شي.

د هغې د څرګندونو له مخې؛ دا په داسې حال کې ده، چې پر افغان میرمنو د کار او زده‌کړو بندیزونه هم پخپل ځای پاتې دي.

روزوا اوتنبایووا ریاته کړې؛ د افغانستان وګړي د یو پراخیدونکي ناورین سره د مخ کېدو په حال کې دي. په داسې حال کې، چې مالي سرچینې له کمښت سره مخ دي؛ د بشري مرستو لپاره مو له نړیوالي ټولنې څخه درې میلیارډ ډالر غوښتي وه، چې تراوسه ۹۰۰ میلیون برابرې شوي دي. باوري نه یم؛ هغو مالي منابعو ته، چې اړتیا لرو تر لاسه يي کړو. اوس د کال په روستیو کې یوو؛ انساني ناورین به ډېر ژر په یوه پراخ کړکېچ بدل شي.

دغه راز اتونبایوا وایي، چې: مونږ په افغانستان کې د لسیزو جګړو د سیاسي میراث شاهدان یوو. افغانستان اوس له نړیوالې ټولنې جلا شوی دی؛ طالب چارواکو په وزارتونو کې داسې کسان ګمارلي، چې سفر نشي کولی او تر سفري بندیزونو لاندې دي. په قصدي یا غیر قصدي ډول په ښځو داسې محدودیتونه لګوي، چې نړیوالې ټولنې ته منفي پیغام لېږدوي.

د امریکا او بریټانیا استازو هم د بشري حقونو وضعیت ته په نغوته کې ویلي، چې له اسلامي امارت سره د اړیکو د عادي کولو شرط د ښځو بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ته درناوی دی.

په امنیت شوراکي د روسیې استازی وايي، چې د غربي نړۍ د وړاندویېنو خلاف سره له دې، چې د نړیوالو لخوا له بندیزونو او تحریمونو سره مخ دی؛ خو افغانستان اوس هم  پخپل حال دی. باید نړۍ له افغانانو سره په ځانګړي توګه له افغان بزګرو سره د بدیلو کښتونو په برخو کې همکارۍ ډېرې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسيي استازی نبنزیا وایي:  هیله لرو، چې ټول مرستندویه هېوادونه له هر راز تبعض پرته د افغانستان له خلکو سره بشري همکاري زیاته کړي. په ځانګړي ټتوګه هغه بزګر، چې د نشه‌يي توکو بدیل کښت ته اړتیا لري؛ ور سره همکاري زیاته شي.

په امنیت شورا کې د چین استازي هم له افغانستان سره د نړیوالو لخوا د بشري مرستیو پر پرا ختیا ټینګار کړی او له امریکا يي غوښتي، چې د افغانستان پانګه له قید او شرط پرته ازاده کړي.

په امنیت شورا کې د چین استازي ویلي؛ مونږ له امریکا غوښتنه کوو، چې د افغانستان اوسنۍ کنګل شوې پانګه له قید او شرط پرته ازاده کړي او د افغانستان اوسنیو مسوولینو ته يي وسپاري.

د اقتصاد وزارت وايي، که څه هم د افغانستان په اړه وړاندې شوي ځینې راپورونه له حقایقو لري دي؛ خو تمه ده، چې له افغانانو سره به بشري مرستې روانې پاتې شي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري زیاته کړې: که څه هم له افغانستان څخه د نړیوالو بنسټونو لخوا وړاندې شوي راپورونه له حقایقو سره ډېره همغږۍ نلري؛ خو هیله لرو، چې نړیواله ټولنه له افغانانو سره خپلې بشري مرستي زیاتي کړي او هغو کسانو ته مرستې ورسیږي، چې په رښتینی توګه اړتیا ورته لري.

د ملګرو ملتونو دې لوړ پوړي چاروا کې ټینګار کړی، چې افغانستان ته اوسمهال ۲۰ سلنه بشري مرستې  رسېدلي دي، د امنیت شوراته یوناما په راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغان ښځو، ماشومانو او مشرا نو سره مرستې روانې وساتي، افغانستان ته د ستنېدونکیو کډوالو د بیا جذب په چاره کې همکاري وکړي او له طالبانو یې وغوښتل، چې د مرستندویانو په چارو کې له مداخلو لاس واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ازبکستان ته عبدالغفار بحر د افغانستان د نوي سفیر په توګه وروپېژندل شو

د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد پر ایکس د يوه انځور له خپرولو سره عبدالغفار بحر په ازبکستان کې د افغانستان د سفير په توګه معرفي کړی دی.

Published

on

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ازبکستان کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفیر په توګه د عبدالغفار بحر له ټاکل کېدو خبر ورکړی دی.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد پر ایکس د يوه انځور له خپرولو سره عبدالغفار بحر په ازبکستان کې د افغانستان د سفير په توګه معرفي کړی دی.

عبدالغفار بحر په کابل کې د ازبکستان د سفیر خواجه شادمانوف او د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیر خان متقي سره د مخه ښۍ په ناسته کې ګډون کړی و.

د یادونې ده، چې ازبکستان د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته سپارلی دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!