سوداگري
له طبیعي ګازو څخه د حرارتي برښنا د تولید پر دوهیم فاز خبرې روانې دي
د ښاغلي صاحبزاده د څرګندونو له مخې؛ له طبیعي ګاز څخه د برښنا د تولید پروژه به د درېیم فاز له بشپړېدو سره ۲۵۰ میګاواټه برښنا تولید کړي.
د بیات برښنا شرکت مسوولینو ويلي؛ له طبیعي ګاز څخه د حرارتي برښنا د تولید پر دوهیم فاز له دولتي بنسټونو سره خبرې اترې پيل شوې دي.
محمد شعیب صاحبزاده څرګنده کړې، چې د دوهیم فاز له بشپړیدو سره به د برښنا تولید له ۴۰ څخه ۱۰۰ میګاواټو ته لوړ شي.
د ښاغلي صاحبزاده د څرګندونو له مخې؛ له طبیعي ګاز څخه د برښنا د تولید پروژه به د درېیم فاز له بشپړېدو سره ۲۵۰ میګاواټه برښنا تولید کړي.
صاحبزاده وایي: اوسمهال ۴۰ میګاواټه برښنا تولیدوي، چې په دوهیم فاز کې به سل میګاواټه تولید شي. بیات پاور د دوهیم فاز د پیلېدو په اړه له اړوند چارواکو سره په اړیکه کې دی او خبرې اترې روانې دي.
بیات برښنا شرکت له څه نا څخه پېنځه کلونو راپدېخوا یو میلیارډ کیلو واټ ساعت برښنا تولید کړې ده.
محمد شعیب صاحبزاده ټینګار وکړ، چې په تېرو پېنځه کلونو کې یې د دغه شرکت د تخنیکي کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په برخه کې هم کار کړی دی.
نوموړي ویلي؛ بيات برښنا شرکت د توليدي برښنا د وېش او تنظيم په برخه کې له برښنا شرکت سره تړون لري او له افغان ګاز شرکت سره يې هم يو بل تړون لاسليک کړى دى.
هغه زیاته کړې: د دې ترڅنګ د کانونو او پټرولیم، انرژۍ او اوبو وزارتونه، د زیمنس پاور اوآرپياس ته ورته بنسټونه له بیات پاور سره همکاري کوي.
د برښنا شرکت پخواني رییس امان الله غالب ویلي: د افغانستان د ځانبسیاینې لپاره طبیعي ګاز یو له مهمو سرچینو څخه دی. افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د طبیعي ګاز ډېرې پراخې زیرمې لري، چې له دې لارې کولی شي د برښنا په تولید کې پر ځانبسیا شي او د ګاونډ هېوادونو له انحصاره څه نا څه ووځي.
غالب زیاته کړې: د بیات پاور پروژه یوه له هغو اغېزمنو او ښو بېلګو څخه ده، چې افغانستان کولی شي له دې تجربې څخه ګټه واخلي او په راتلونکي کې لویې پروژې پلي کړي.
بیات پاور په هېواد کې لومړنی خصوصي شرکت دی، چې د جوزجان ولایت د شبرغان ښار په یتیمتاق سیمه کې د میلیونونو ډالرو پر پانګونه جوړ شوی او له طبیعي ګاز څخه حرارتي برښنا تولیدوي.
نور اړوند خبرونه:
بیات پاور په څه کم ۵ کلونو کې یو میلیارډ کیلو واټ ساعت برښنا تولید کړه
سوداگري
د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړهلیک په نوي ډیلي کې د دې فډراسیون د عمومي منشي سارب سانیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس سید کریم هاشمي ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ، پانګونې او تجارتي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړهلیک په نوي ډیلي کې د دې فډراسیون د عمومي منشي سارب سانیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس سید کریم هاشمي ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د سید کریم هاشمي پر مشرۍ د افغانستان پلاوي هم د یاد فډراسیون له رییس نیرمل کومار مینډا او یو شمېر نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د زیاتوالي او د خصوصي سکټور د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې فډراسیون ویلي، چې دا هوکړهلیک د بنسټیزو همکاریو د پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ او پانګونې د نورو ډېرو فرصتونو د برابرولو لپاره لاسلیک شوی دی.
دې بنسټ همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان او هند د سوداګریزو ټولنو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د نویو همکارۍ فرصتونو رامنځته کولو ته ژمن دی.
سوداگري
قزاقستان له افغان شرکت سره د جست ډبرو د صادراتو تړون لاسلیک کړ
د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د څرګندونو له مخې، دا تړون په کابل کې د «قزاقستان د سوداګرۍ خونې» د پرانیستې او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
د قزاقستان چارواکو ویلي، د دغه هېواد شالکیازینک شرکت په افغانستان کې له افغان ـ جرمن باختر شرکت سره د جست ډبرو د برابرولو تړون لاسلیک کړی دی.
د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د څرګندونو له مخې، دا تړون په کابل کې د «قزاقستان د سوداګرۍ خونې» د پرانیستې او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
د تړون له مخې، هر کال به شاوخوا ۳۰ زره ټنه د جست ډبرې له افغانستان څخه قزاقستان ته صادرېږي. د تړون ټول ارزښت ۱۸.۸۸ میلیون ډالر ښودل شوی او موخه یې شالکیازینک تولیدي فابریکو ته د خامو موادو برابرول دي.
قزاقستاني چارواکي وایي، افغانستان پر پراخو اقتصادي فرصتونو لرونکي بازار بدلېږي او د کانونو، کرنې او رغونې په برخو کې د همکارۍ زمینه پراخېږي.
د رسمي څرګندونو له مخې، په ۲۰۲۵ز.کال کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۵۴۱ میلیون ډالرو اوښتې او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې ۳ میلیارډ ډالرو ته لوړه شي.
سوداگري
د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ ۲۵ تفاهملیکونه لاسلیک شول
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې هوکړهلیکونو کې د درملو، سابو، تازه او وچو مېوو د وارداتو او صادراتو ترڅنګ بانکي همکاري، اوړه، غنم، غوړي او کچالو هم رانغاړي.
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
-
تازه خبرونه3 days agoپه کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
نړۍ3 days agoشمالي کوریا به خپل اټومي دریځ وساتي – کیم جونګ اون
-
International Sports3 days agoمسي د نړیوال جام په ګولوهنه کې ریکارډ جوړ کړ؛ ارجنټاین حذفي پړاو ته ولاړ
-
تازه خبرونه4 days agoله افغانستان سره تعامل د بېثباتۍ د مخنیوي لپاره اړین دی – قزاقي استازی
-
سوداگري2 days agoد افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو


