تازه خبرونه
طالبانو په افغانستان کې له خبرو سره خپل مخالفت څرګند کړ
په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي، چې د مرکچي ډلو مشرانو هوکړه کړې، چې قطر به د خبرو د دوه یم پړاو ځای وي.
د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند په وینا، تر هغې، چې ډاډ حاصل نشي؛ په افغانستان کې به دننه د خبرو له دوام سره هوکړه ونشي.
تېره ورځ ولسمشر غني د کابینې ناستې ته په افغانستان کې د سولې خبرو پر دوه یم پړاو تر سره کېدو ټینګار او چمتووالی اعلان کړ؛ خو د ملي پخلاینې عالي شورا هم ویلي، چې افغانستان د افغانانو د خپل منځي خبرو د کوربتوب لپاره د یوه غواوي په توګه مطرح دی.
د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون ویلي، چې افغانستان د خبرو د دویم پړاو لپاره د یوه غوراوي په توګه مطرح دی.
په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر په افغانستان کې د خبرو د دویم پړاو د تر سره کېدو په اړه د افغان دولت له وړاندیز سره مخالفت اعلانوي او وایي، چې د خبرو بل پړاو به په قطر کې وي.
په قطر کې طالب ویاند ډاکټر نعیم د ولسمشر غني د هغه ټینګار په اړه، چې د سولې خبرو دوه یم پړاو دې په افغانستان کې دننه پیل شي.
نوموړي دا نیوکه هم کړې، چې ولې دوی دا مسله مخکې له دې، چې دواړو ډلو د خبرو دوه یم پړاو د ۲۰۲۱ کال تر راتلونکې میاشت وځنډوي؛ څه ندي ویلي!
بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په دوحه کې د خبرو له ودرېدو سره جوخت ویلي، د یوه سیاسي جورجاړي، د تاوتریخوالي د کمي او په بیړه د اوربند اړتیا ده او اړینه ده، چې د خبرو په بیا پیل کې هیڅ ډول ځنډ را نشي او د هوکړې له مخې باید د جنوري پر پېنځمه اړوند خبرې له سره پیل شي.
د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو ویلي، چې په افغانستان کې دننه د خبرو تر سره کېدل به د دواړو لوریو خپلواکي خوندي کړي او په دې بهیر کې به د بهرنیو هېوادونو د لاسوهنې مخه ونیول شي.
دغه راز زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره په راولپنډۍ کې د افغانستان او سیمې پر سوله خبرې کړې دي.
ولسمشر غني بیا د امریکا د کانګریس له مشرې نانسي پلوسي او د هغه هېواد د ولسي جرګې له ځینو غړیو سره د تاوتریخوالي پر ډېروالي اندېښنه ښودلې او د اوربند پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.