لوبی
طالبانو په افغانستان کې له کرکټ لوبو ملاتړ ښکاره کړ
د طالبانو د خپلمنځی خبرو د پلاوي غړي انس حقاني د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له لوبغاړیو سره د لیدو پر مهال له دې لوبو ملاتړ ښکاره کړ.
انس حقاني ویلي، چې طالبانو په ۹۰ لسیزه کې افغانانو ته د کرکټ لوبې آسانتیاوې رامنځته کړې او تر دې دمه دا لوبه ترسره کیږي.
په دې ناسته کې د افغانستان د کرکټ لوبډلمشر حشمت الله شاهدي، د کرکټ د غوراوي کمیټې پخوانی مشر اسدالله او د کرکټ بل لوبغاړی نورعلي ځدراڼ هم برخه درلوده.
په دې لیدنه کې انس حقاني ژمنه کړې، چې د کرکټ لوبغاړیو ستونزو ته به لاسرسی ومومي.
د کرکټ لوبغاړیو د طالبانو له ملاتړه ستاینه وکړه او د ښه لوبېدو ډاډ یې څرګند کړ.
له دې مخکې د طالبانو د خپلمنځي خبرو یو بل غړي سهیل شاهین هم د افغانستان له کرکټ ملي لوبډلې ملاتړ کړی و او ډاډ یې څرګند کړی و، چې د افغانستان- پاکستان لوبې به له نږدې وګوري.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم طالب مشرانو په کابل کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې له پخواني لوبډلمشر اصغر ستانکزي او بل لوبغاړي نورمنګل سره ولیدل.