تازه خبرونه

طالبانو په تېرو ۲۴ ګړیو کې پر افغان ځواکونو بریدونه ډېر کړي

Published

on

د  تېرې یوې شپې او ورځې په اوږدو کې د وسلوالو طالبانو پر یرغلیزو بریدونو نږدې ۲۰ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۰ ډېر نور ټپیان دي.

کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې که څه هم طالبانو یرغلونه کړي؛ خو دولتي ځواکونه هم په فعال دفاعي حالت کې دي.  د وروستۍ یوې اوونۍ په نښتو کې سلګونه پوځیان، ملکي و ګړي او طالب وسلوال وژل شوي دي.

د هغو څرګندونو له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړي یوازې په وروستیو دوه ورځو کې طالبانو په ۱۰ ولایتونو کې د حکومتي ځواکونو پر پوستو پرلپسې بریدونه روان ساتلي دي.

که څه هم ویل کیدل، چې په هېواد کې نا اعلان شوی اوربند ټینګ دی؛ خو د هېواد له هرې سیمې د جګړې راپورونه خپاره شوي دي.

د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو په بریدونو کې درې پوځیان او ۱۷ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

په مرکزي ولایتونو کې طالبانو د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ او د میدان وردګ په جلریز ولسوالۍ کې پوځي بریدونه کړي، چې په جلریز کې لږ تر لږه یو پوځي او په تګاب کې ۱۱ پاڅونوال وژل شوي دي.

 د کاپیسا ولایتي شورا مشر محمد حسین سنجني ویلي؛ وسلوالو طالبانو د پاڅونوالو پر یوشمېر پوستو بریدونه کړي او مرګ و ژوبله یې رامنځته کړې ده.                   

د افغانستان د ختیځ ننګرهار په شپږ ولسوالیو کې نښتې روانې دي؛ خو ویل کیږي، چې  په علیشنګ، دولت آباد او الینګار کې یې زور اخیستی دی.

د پکتیا، پکتیکا ، خوست او لوګر په څو ولسوالیو کې هم طالبانو پر دولتي ځواکونو بریدونه کړي دي.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازي ویلي: له طالبانو سره عربان او پنجابیان دي او نا منل شوي راپورونه ښیي، چې ایغوریان هم د طالبانو په لیکو کې جنګیږي.    

په لویدیځو ولایتونو کې د غور پسابند ولسوالۍ د سقوط په درشل کې ده، د بادغیس، هرات او فراه په ځینو سیمو کې هم نښتې شوې دي او د هلمند په درې ولسوالیو کې طالبانو بریدونه کړي دي.

د هلمند د ولایتي شورا غړی ګل آغا مسلم وایي؛ کله، چې ځواکونه پوستې خوشې کړي؛ طالبان په کې ماینونه ښخوي. سهار، چې پوستو ته راځي ماینونه پرې چوي او زوند له لاسه ورکوي.      

د طالبانو وروستي ډېر بریدونه پر دولتي ځواکونو تر سره شوي دي.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوید فیصل ویلي: تاوتریخوالی لږ نه، بلکې ډېر شوی دی؛ خو مونږ دا لوری، چې سولې ته ژمن او پرې ولاړ پاتې کیږو هڅه کوو، چې دفاعي حالت خوندي کړو.        

د امنیتي بنسټونو د اطلاعاتو له مخې؛ یوازې په وروستۍ یوه اوونۍ کې طالبانو د ۲۹ ولایتونو پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي، چې له کبله یې نږدې اووه سوه ملکیان او پوځیان قرباني شوي دي. که څه هم طالبان په دغه بریدونو کې د ملکي خلکو مرګ و ژوبله نه مني.

Trending

Exit mobile version