تازه خبرونه

طالبانو په کندوز کې ۸ امنیتي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

په کندوز ولایت کې له وسلوالو طالبانو سره په نښتو کې لږ تر لږه څلور امنیتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

په کندوز ولایت کې یوې امنیتی سرچینې آریانا نیوز ته ویلي، چې د پنجشنبې پر شپه شاوخوا ۱۰ بجې یو شمېر وسلوالو د دې ولایت د علي آباد ولسوالۍ د جیل تپې پر امنیتي اډې برید وکړ.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، وسلوالو له افغان ځواکونو سره له څو ګړیو نښتو وروسته دغه اډه نیولې او سرتېرو شاتګ کړی دی.

سرچینې ویلي، چې وسلوالو طالبانو ته هم په دې نښته کې ځاني زیان اوښتی دی.

ځایی چارواکو هم پېښه تائید کړې؛ خو د نښتو د تلفاتو په اړه یې جزئیات ندي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو اوونیو کې د هېواد د شمال ځواکونو او طالب وسلوالو ترمنځ نښتې ډېرې شوې دي.

یوازې د روانې اوونۍ په سر کې وسلوالو طالبانو د تخار – کندوز پر لویه لار د عامه پولیسو د ځواکونو پر اډه پراخ برید کړی، چې اړوند پولیسو ته په کې مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان دفاعي چارواکو ویلي، چې افغان ځواکونو په سیمه کې د طالبانو د شتون د مخنیوي لپاره ځمکني او هوایي عملیات ترسره کړي د ي.

د ۲۱۷ پامیر قول اردو څرګنده کړې؛ د هېواد د شمال افغان ځواکونه توانیدلي، چې د وسلوالو مخه ونیسي او د تخار – کندوز لویه لار یې هم ترې پاکه کړې ده.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ په دې چاڼیزو عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۶ طالب وسلوال وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان؛ خو د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه جزئیات ورکړشوي ندي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version