تازه خبرونه

طالبانو په ۱۰۶ ولسوالیو کې ۲۶۰ حکومتي ودانۍ ویجاړې کړي – حکومت

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۴, ۱۴۰۰)

د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو کمیسیون مشر نادر نادري وایي، چې وسلوالو طالبانو په وروستیو اوونیو کې لږ تر لږه  ۱۰۶ ولسوالیو ۲۶۰ حکومتي ودانۍ ویجاړې او یا سوځولي دي.

د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو کمیسیون مشر نادر نادري نن پنجشنبه د چنګاښ ۲۴ یوې خبري ناستې ته یو لړ موندنې وړاندې کړې او څرګندوي، چې ۲۶۰ حکومتي ودانۍ یې ورانې کړي، د ملکي خدمتونو پنځوس زره کارکوونکي یې زیانمن کړي، ۱۱۲ پراختیایي پروژې یې درولي او په ۳۵ ولسوالیو کې یې پنځوس سلنه عامه ادارې لوټ او غلا کړي دي.

هغه ویلي: طالبانو د درې میاشتني اوربند وړاندیز کړی؛ خو په بدل کې یې د ملګرو ملتونو له تور نوملړه د هغو د یو شمېر مشرانو د نومونو لرې کولو او د ۷۰۰۰ بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

نادر نادري ویلي، چې دا شرایط ډېر درانده دي او د اووه زره بندیانو خوشې کول، چې خوشې کېدنې یې په تېرو کې تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

د نادر نادري  موندنې ښيي؛ طالبانو په تر خپل ولکې لاندې سیمو کې وېره خپره کړې او د ملکي خدمتونو څلور زره کارکوونکي بې ځایه شوي، چې عاملین یې باید د نړیوالو قوانینو له مخې عدالت ته راکاږل شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي، چې طالبانو د کندوز، بدخشان، فاریاب او تخار ولایتونو په ځینو سیمو کې خپل قوانین لګولي او سړیو ته یې ویلي، چې پګړۍ پر سر او ږیره هم پرېدي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ ویلي، چې طالبانو تر خپل کنترول لاندې سیمو کې پر ښځو سخت محدودیتونه لګولي او سړیو ته یې د پګړیو پر سر کولو او ږیرو پرېښودو امر کړی؛ خو طالبان دا خبرې ردوي.

د افغانستان د سمون غوښتونکیو بهیر مرستیاله حسینه رفیع ټینګار کوي، چې د خپلو لپاره مبارزه کوي او نه ترې په شا کیږي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د رپوټ له مخې: د چنګاښ په ۱۵ لومړیو ورځو کې د جګړې شدت سبب شو، چې ۱۹۱ کسان ژوند وبایلي، چې ۱۴۸ یې نرینه، ۱۴ ښځې او نهه ویشت ماشومان دي. دغه راز ۱۰۵۹ کسان، چې ۵۴۸ یې نرینه، ۱۱۷ یې ښځې او ۳۹۴ ماشومان دي، ټپیان شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بادغیس والي حسام الدین شمس د څرګندونو له مخې؛ طالبانو په بادغیس کې د مشرانو او مخورو پر منځګړیتوب  اوربند کړی، جګړه یې پای ته رسولې او د قلعه نو له شاوخوا سیمو وتلي دي؛ خو طالبانو په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version