تازه خبرونه

طالبانو کابل ته نږدې د خپلو پراخو هڅو ویډیو خپره کړې

Published

on

(Last Updated On: تله ۵, ۱۳۹۹)

طالبانو د یوې ویدیو په خپرولو وښوده، چې د پېنځمې حوزې په اړوند باغ داوود، پنجه چنار او د ارغندې په حیدرخان کلا سیمو کې فزیکي حضور لري او د شپې  د کمپنۍ بازار او کمپنۍ پله ساحو ته را وځي؛ د لویو لارو د امنیت په اړه له موتر چلوونکیو او خلکو پوښتنې کوي.

په دغو سیمو کې خلکو ویلي؛ د طالبانو سره قطعه وخت ناوخته په دې سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه هم کوي.

د کابل ښار د کمپنۍ پله د اړوند سیمې اوسېدونکي اتل ویلي؛ دا لومړی ځل دی، چې طالبان د کابل ښار د پېنځمې حوزې په اړوند سیمو کې شپه مهال سړک ته راوځي او له خلکو د امنیتي حالت په تړاو پوښتنې کوي.  

د کابل ښار د کمپنۍ د بازار یوه بل اوسېدونکي ویلي؛ دوه شپې مخکې طالبانو د کوټې سنګي – کمپنۍ څلور لاري په اوږدو کې د څو ساعتونو لپاره د تلاشۍ پوسته جوړه کړې وه او امنیت په تړاو یې له خلکو پوښتنې کولې.

د امنیتي پوستو سرتېرو ویلي؛ په شپه کې پرې د طالبانو سره قطعه حملې کوي او د واټ پر غاړوماینونه ږدي، چې د پوځیانو کاروانونه په نښه کړي؛ خو کورنیو چارو وزارت دغه اړوند خبرې ردوي.

په دوحه کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو له پرانیستو سره جوخت د هېواد په زیاترو سیمو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو نښتې زیاتې شوي؛ خو اوس په کابل کې د طالبانود یوې خپرې شوې ویدیوي څرګندونو له مخې پراخ ښاري شون لري، چې دې کار د ښار اوسیدونکي اندیښمن کړي دي.

Trending

Exit mobile version