تازه خبرونه
طالبان( اسلامي امارت) دې پخپلو ژمنو پوره عمل وکړي
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ويلي؛ که نوی حکومت د امریکا په ګډون له نورو هېوادونو سره د عادي اړیکو ټینګول غواړي، باید له نړیوالې ټولنې سره پخپلو ژمنو عمل وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ويلي، افغان حکومت په تېرو لس میاشتو کې د نړیوالې ټولنې د تمې خلاف عمل کړی او دې کار د نړۍ له هېوادونو سره د دوی د اړیکو پر عادي کېدو منفي اغېز کړی دی.
نوموړي ټینګار کړی؛ طالبانو( اسلامي امارت) ته دا ډېره ښه څرګنده ده، چې د نړۍ غوښتنو ته مثبت ځواب به د اړیکو په عادي کولو ډېره اغېزه ولري.
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې د اسلامي امارت د مشرانو د سفري بندیزونو په اړه پرېکړه وکړي.
انتوني بلنکن وايي، بندیزونه به پر بشري مرستو اغېز ونکړي او امریکا به افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو رهبري روانه وساتي؛ خو مونږ به دا ډاډ تر لاسه کړو، چې بشري مرستې د طالبانو( اسلامي امارت) لاس ته نه ورځي او مستقیمه ګټه نه ورسوي.
اسلامي امارت په وار وار ویلي، چې په تېرو لس میاشتو کې یې د عملي اقداماتو له لارې د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو ټول شرایط برابر کړي او نوی حکومت باید د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت وپېژندل شي.