تازه خبرونه
طالبان اوس هم د القاعده له څانګو سره همکار دي – پنتاګون
د امریکا دفاع وزارت په یوه راپور کې، چې د افغانستان امنیت په تړاو کانګریس ته لیږل شوی؛ طالبان د القاعده له هغې څانګې سره په همکارۍ تورنوي، چې د هند ټاپو وزمې لپاره کار کوي.
طالبان د پنتاګون په تازه راپور کې تورن شوي، چې د القاعده شبکې له هغې څانګې سره همکاري کوي، چې د هند ټاپووزمې پر ضد هڅې تر سره کوي.
د پنتاګون د تازه راپو له مخې؛ د القاعدې دا څانګه له ټیټ پوړیو طالبانو سره اړیکې پالي او موخه یې د افغان دولت کمزوري کول دي.
د پنتاګون په دې راپور په ډاګه شوې، چې القاعده پورې تړلې سیمه ییزې ډلې له طالبانو سره نږدې اړیکې ټینګوي او پر امریکایي او د نورو هېوادونو پر سرتېرو په بریدونو کې خپلې تلپاتې ګټې ویني.
پنتاگون دا هم ویلي؛ د سولې په بهیر کې شویو پرمختګونو ته په کتو د القاعدې او طالبانو نږدې اړیکې خطرناکې دي او ممکن دوام وکړي.
پنتاګون ښيي؛ روسیه له طالبانو او نورو ډلو سره فعالانه کار کوي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر چټک شي. دا هغه څه دي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل روسي سیال سره په اړیکه کې پرې خبرې کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو څرګنده کړې؛ هغوی په افغانستان کې مات شول، موخه یې هلته د ترهګرۍ د خطر کمی دی، ما مې له خپل روسي سیال سره پدې تړاو خبرې کړي دي. هغوی باید په دې موضوع کې ځان شریک نکړي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي؛ طالبان له امریکا سره په دوحه کې شوې هوکړې ته ژمن ندي او د افغانستان د امنیتي بنسټونو راپورونه ښیي، چې طالبان د القاعده شبکې په ګډون له څو ترهګرو ډلو سره همکاري کوي.
د پنتاګون د راپور له مخې؛ ایران له طالبانو سره د حساب وړ اړیکو له لارې غواړي له افغان دولت سره هم پیاوړې اړیکې تعقیب کړي.