تازه خبرونه

طالبان او القاعده نږدې اړیکې لري – امریکا

Published

on

د امریکا خزانې وزارت په یوه نوي راپور کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د طالبانو تر ملاتړ لاندې القاعده مخ پر ځواکمنېدو ده.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛  که څه هم طالبانو له امریکا سره په هوکړه کې ژمنه کړې، چې له  القاعدې سره اړیکې پرې کوي؛ خو دوی دواړه اوس هم نږدې اړیکې لري.

په دې راپور کې راغلي؛ القاعده په ۲۰۲۰ کال کې د طالبانو تر ملاتړ لاندې پیاوړې شوې ده. دوی د طالبانو تر څارنې لاندې سیمو کې خپلې هڅې روانې ساتلې دي.القاعده تر دې دمه د هغو ډلو او اشخاصو پر مرستو تکیه کړې، چې باور لري د دوی پیسې باید د بشري اهدافو لپاره وکارول شي.

راپور په ډاګه کړې، چې طالبان د خپلو سلاکارانو له لارې له القاعدې سره په اړیکه کې دي او ترې مشورې، لارښوونې او مالي ملاتړ تر لاسه کوي.

راپور زیاته کړې: د حقاني شبکې لوړپوړیو څېرو د القاعدې پر مالي ملاتړ او همکارۍ د یوې ګډې قطعې پر جوړولو بحث او خبرې کړې دي.

د امریکا خزانې وزارت په ډاګه کړې، چې د القاعدې افرادو او تحریک طالبان پاکستان غواړي، چې په سرحدي سیمو کې د خوندي پټنځایونو پر جوړولو لپاره کار کوي.

یاد وزارت ویلي؛ القاعده له خپل مشرتابه څخه د دوی د هندي برخې لپاره پیسې تر لاسi ه کوي. د ۲۰۲۰ کال په می میاشت کې طالبانو او القاعده پیاوړې اړیکې درلودې او تودې اړیکې او لیده کاته یې لرل.

د خزانې وزارت راپور دا هم ویلي، چې دا عش جنګیالي په افغانستان کې پر مالیې راټولولو، شوکو او نورو مالي سرچینو ډېره تکیه کوي.

د راپورونو له مخې؛  په ننګرهار کې پر ۲۰۱۹ کال طالبانو او افغان حکومت د داعش پر پټنځایونو بریدونه وکړل او څرګنده شوه، چې دغه ډله له طبیعي سرچینو مالي امکانات تر لاسه کوي.

طالبانو او افغان حکومت تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

له دې مخکې د امریکا ملي امنیت شورا خپل افغان سیال حمدالله محب ته ویلي وه، چې امریکا له طالبانو سره پر لاسلیک شوې هوکړې له سره غور کوي.

Trending

Exit mobile version