تازه خبرونه
طالبان باید د افغانستان اشغال پای ته ورسوي – ترکیه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان نن دوشنبه د چنګاښ ۲۸ یوې خبري غونډې ته ویلي، چې طالبان باید د افغانستان اشغال پای ته ورسوي.
اردوغان زیاته کړې، چې که ترکي ځواکونه د کابل هوایي ډګر ساتلو ته پاتې شي؛ طالبان دې ترکي ځواکونو ته له ګواښه باید ډډه وکړي.
اردوغان ویلي، چې د طالبانو چلند مناسب نه و، چې یو مسلمان له بل سره مخ شي.
هغه په دې اړه ویلي: طالبان باید د خپلو وروڼو د خاورې اشغال پای ته ورسوي او نړۍ ته وښیي، چې په افغانستان کې سوله رامنځته کیږي.
دغه راز فرانس پریس په ډاګه کړې، چې ترکیه غواړي له طالبانو سره د کابل هوایي ډګر د اداره کولو او ساتنې په اړه خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې څرګندونو مخکې ترکیې په مشروط بڼه د کابل هوایي ډګر د ادارې او ساتنې وړاندیز کړې او په دې اړه ویل شوي وه، چې دوی په دې برخه کې د امریکا مالي، لوژیستیکي او سیاسي مرستې ته اړتیا لري.