تازه خبرونه

طالبان باید د ډیموکراټیکو لارو پر بنسټ بدلون وکړي – ایران

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۴۰۰)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د هند، ایران او افغانستان ګدې انلاین ناستې( رایزینا) ته په ډاګه کړې، چې طالبان باید د ډیموکراټیکو لارو پر بنسټ بدلون وکړي.

جواد ظریف نن د رایزینا آنلاین خبرو اترو ته څرګنده کړې؛ دا امکان نلري، چې طالبان د ۱۹۹۰ زېږدیزو کلونو د فکرونو له مخې ډګر ته راودانګي؛ ځکه، چې نوی افغانستان د ۱۹۹۰ کلونو له افغانستان سره توپیر لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن او د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په ډاګه کړې، چې دوی به د می میاشتې له پیله له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو بهیر پیل کړي.

متحده ایالاتو او ناټو ویلي، چې د وتلو دا بهیر به د روان کال د سپټمبر پر ۱۱ نېټه بشپړ شي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکوي، چې د خلا د رامنځته کولو لپاره د طالبانو هڅې به پدې معنی وي، چې افغانستان بلې جګړې ته ولاړ شي.

جواد ظریف څرګنده کړې، چې د افغانستان ګاونډیان نشي کولی یوه بله جګړه وزغمي او طالبان اړ دي، چې له حکومت او سیاسي ډلو سره خبرو ته راودانګي.

ظریف ویلي؛ مونږ باید کومه ځای رامنځته نکړو او طالبان هم باید د تشې د رامنځته کولو هڅه ونکړي. طالبان باید اوس په افغانستان کې له خلکو، حکومت او بېلابېلو ډلو سره هر اړخیزې خبرې خبرې پیل کړي.

دغه راز په دې انلاین خبرو کې افغان حکومت خوشبین شوی، چې د هېواد د امنیت بشپړ کنټرول به ترلاسه کړي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د رایزینا دې ناستې ته ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو وتل یو ښه فرصت دی؛ خو طالبانو ته پکار نده، چې غوږونه پرې کاڼه او د سولې بهیر ته شا راواړوي.

حمدالله محب زیاته کړې؛ ولسمشر غنی  د اعلی سرقومندان په توګه ښایي د لیږد بهیر د مشرتابه لپاره  ترټولو ښه شخص وي. هغه په ۲۰۱۴ کال کې د امریکا او ناټو له ځواکونو افغان ځواکونو ته د لېږد د بهیر مشري کړې ده. کله، چې له افغانستان څخه ډېر بهرني سرتېري ووتل. په راتلونکیو ورځو کې مونږ به یوه ډله وټاکو، چې د لیږد پر بهیر له بهرنیو ځواکونو سره ګډ کار وکړي.

همدارنګه نوی ډیلی هم د غونډې د ګډونوال په توګه د وضعیت په اړه اندېښمن دی؛ د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې که طالبان بدل شوي ندي، افغانستان او نړۍ بدله شوې او دوی باید شا ته ونګوري.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر ویلي: که مونږ د افغانستان تاریخ ته وګورو بدبختانه د افغانستان ګاونډیو له دې هم منفي رول لوبولی دی. لکه څنګه، چې ما په دوشنبه کې ویلي وه، افغانستان دوه اړخیزې سولې ته اړتیا لري؛ پخپله سوله او له ګاونډیو سره سوله. د افغانستان ګاونډیان باید افغانانو ته اجازه ورکړي ، چې د افغانستان د خلکو په ګټه هڅې تر سره شي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د نوې جګړې د پیل او د سرتېرو د وتلو د اندېښنو تر څنګ د ایران بهرنیو چارو وزیر په داګه کړې؛ تهران داسې شواهد تر لاسه کړي، چې ځینې کړۍ داعش له عراق او سوریې څخه افغانستان ته لېږدوي.

 

Trending

Exit mobile version