تازه خبرونه

طالبان باید له پاکستان سره اړیکې پرې کړي– اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۳, ۱۳۹۹)

ولسمشر هرات ته د خپل سفر پر دوه یمه ورځ یوې خبري ناستې ته ویلي؛ له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو پرېکول د افغانستان د سولې مهمه اړتیا ده.

دغه راز ولسمشر زیاته کړې:  سولې ته د افغانستان د رسېدو لپاره باید طالبان له هېواده بهر پټنځایونه ونلري. که طالبان غواړي په افغانستان کې وي، دوه ګونی تابعیت نلرل يې شرط دی.

نوموړی د لنډ مهال حکومت د جوړولو پر طرحه هم د نیوکې تر څنګ څرګنده کړې؛ که طالبان ټاکنې ومني او ګټونکي شي، دی به د واک لېږد لپاره حاضر شي.

ولسمشر غني مني، چې اوس هم د کابل او اسلام آباد تر منځ باور کمزوری دی او تر اوسه د دواړو هېوادونو تر منځ د سرچینو تعریف ندی شوی.

د هغه په خبره، اسلام آباد په ډېرو برخو کې افغانستان ته اړ دی.

ولسمشر اشرف غني ویلي؛ ما د پاکستان له لومړي وزیر وغوښتل، چې طالبانو ته ښکاره ووایي، چې له سیاسي حللارې پرته بله لار نشته.

ولسمشر د سولې خبرو په لړ کې هغه خطرونه، چې ښایي را منځته شي هم اټکل کړي دي.

هغه په دې اړه څرګنده کړې: مونږ سولې ته هیله من یو؛ خو هر راز خطرونو ته هم چمتوالی لرو. ملت، چې چمتو نه وي تېرایستل کیږي.

که څه هم د افغانستان جمهوریت پلوي مرکچي پلاوی په دوحه کې له طالبان و سره خبرې روانې ساتلي؛ خو ولسمشر غني په ډاګه کړې: وروستۍ پرېکړه د پلاوي په لاس کې نده، بلکې د خلکو او د دولت په ځینو برخو پورې تړاو لري.

Trending

Exit mobile version